په نيويارک کې (حسن روحاني او دونالډ ټرمپ) د يو او بل هېواد ته سپکې سپوري ويلي دی

روهي (څلورنۍ/۴ د تلې)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ او د ايران ولسمشر حسن روحاني د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ۷۳مې ناستې ته ويناوې کړې دي او پر يو بل تورونه پوري کړي دي.

د امريکا ولسمشر ټرمپ ايران په سيمه کې د ترهګرۍ په خپرولو او د ترورېزم ملاتړ هېواد ياد کړ او د ايران حکومت ته يې د ديکتاتور نظام خطاب وکړ.

ټرمپ وايي چې ايران اټومي وسلې غني کوي ترڅو پر خپلو خلکو ديکتاتوري وکړي او د سيمې هېوادونو تر اغېز او فشار لاندې راولي.

بيا له بلې خوا د ايران ولسمشر حسن روحاني د امريکا حکومت ژمنې ماتوونکی دولت ياد کړ او هغه يې تورن کړ چې په نړۍ کې له شوي تړونونو تېښته کوي.

حسن روحاني ويلي، چې امريکا له ايران سره شوی تړون مات کړ او د غه هېواد دا وړتيا نه لري چې په مسايلو ورسره خبرې وشي.

له هغه وروسته چې امريکا له ايران سره د ۲۰۱۵ کابل شوي اټومي تړون څخه بهر شوه، نو د داوړو هېوادونو ترمنځ اړيکې کړکېچنې او امريکا پر ايران بندېزونه زيات کړل.