
روهي (څلورنۍ/۴ د تلې)، د بښنې نړيوال سازمان د پاکستان له حکومت څخه غوښشتنه کړې ده، چې د برشي حقونو فعال او د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړی حيات پريغل دې خوشی کړي.
د بشنې سازمان ويلي دي، چې نوموړي د تولنيزو رسنيو له لارې فعايت کولو او د بشري حقونو پر وړاندې د تاوترخوالي سره يې مبارزه کوله.
دغه سازمان د پاکستان له حکومت غوښتي، چې دغه مدني فعال بايد ازاد کړی او پاکستان دې د بيان ازادۍ ته درناوی وکړي.
د يادونې ده چې حيات پريغل په فېسبوک کې د پاکستان پر حکومت او پوځ نيوکې کولې او د انساني حقوقو په تاوتريخوالي يې تورن کړي. نوموړی له تېرو څو مياشتو راهيسې د پاکستان پوځ نيولی او په بند کې شپې او ورځې سبا کوي.