ټرمپ ايران ته ويلي: اجازه نه ورکوو چې د نړۍ د ترهګرو تر ټولو ستر ملاتړی دې سترې وسلې ولري

روهي (درې نۍ/۳ د تلې)، د امريکا متحدو ايلتو ولسمشر دونالډ ترمپ نن ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ۷۳مې ناستې ته ويینا وکړه او د ايران پر حکومت يې سختې نيوکې وکړې.

ټرمپ د نړۍ مشرانو ته په خطاب کې وويل، "اجازه نه ورکوو چې د نړۍ د ترهګرو تر ټولو ستر ملاتړی دې سترې وسلې ولري."

ټرمپ د ايران د اټومي وسلو په اړه وويل، چې دغه هېواد اټومي وسلې جوړولې، په خپلو خلکو يې د ديکتاتورۍ نظام رامنځ ته کړی، په يمن او سوريې کې يې لاس وهنې کولې او همدا ډول د نړيوالې ترهګرۍ ملاتړ يې کولو.

ټرمپ له نړۍ غوښتنه وکړه، چې ايران دې منزوي او يوې خوا ته کړي ترڅو دغه هېواد د خپلو ناوړه کړنو ثمره وګوري.