
روهي (درې نۍ/۳ د تلې)، د نشنل انټرسټ په نوم يوه لويديځه ورځپاڼه ليکي، چې د ۲۱مې پيړۍ په اوسنۍ دويمه لسيزه کې د پاکستان ترټولو نېږدې او دوست هېواد روسيه شمېرل کيږي.
نشنل انټرسټ د (مایکل پیک) په نوم د يو سياسي ليکوال مقاله نشر کړې ده چې ليکلي يې دي، "روسيې پاکستان ته يرغلي چورلکې ورکړې، پوځي تړون يې لاسليک کړ، ګډ پوځي تمرينات کوي، روسيه د پاکستاني پوځيانو د روزنې په برخه کې همکاري کوي."
مایکل پیک وړاندي ليکلي، چې دا دې روسيې او پاکستان د دوستۍ او همکارۍ پيل دی، خو دوی په نورو برخو کې هم د نېږدې پاتې کېدو او ژورو اړيکو د شتون هڅې کوي.
د نوموړي ليکوال په وينا د دغه دوه هېوادنو اوسنيو اړيکو ته د واده نوم ورکولی شو او دا ځکه دوی په ژور او دايمي ډول د يوځای کېدو هڅه کوي.
شنونکي هم په دې باور دي، چې پاکستان د بل هر وخت په پرتله له روسيې سره ځان نېږدې کړی دی او همدا لامل دی، چې له امريکا سره يې اړيکې کړکېچنې شوې دي.
د دوی په اند، چې امريکا له پاکستان سره په دې اړيکې نه دي خرابې شوي، چې دغه هېواد په افغانستان او سيمه کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه نه ده کړي، بلکې لامل يې د روسيې او پاکستان نېږدې والی دی.