عندليب تالاش دير
د بې شعوره لښکر څه فايده ده؟
په تول پوره يو څو سړی پکار دی
چې د خپل حق تپوس کولے نه شی
داسې ځوانانو له بڼګړی پکار دی
ګل
د وفا تخم يم ضايع مې نه کړې
چرته په غاړه د لختی کې مې ږده
اول به غنه غنه ښکارمه زه
بيا به دې ګل شم په پټکی کې مې ږده
ګناهګار حاجی
ښه د هر څه نه خبر دے خو ګناه کړی
ماملاتو کې د عدل نه کنګال دے
بيا هم واي چې جنت زما ميراث دے
د حاجی صيب دې خبرې ته دې خيال دے؟
ضد
د پښتنو د ضد قيصه زړه ده
په دې خبره ي کوټے بايللے
ما که په چرګه کې کټے بايللے
تا د ډيران په سر پټے بايللے
غرنګ
چې ي عمل باندې نظر واچووم
نو جنازه د قام د ننګ اوباسی
چې په خبرو باندې راشی کله
نو د دړۍ غرګی نه غرنګ اوباسی
غلبيل
بل له خو ګل شوکول جرم ګڼې
په تن د سرو ګلو اميل ګرځوې
د چا کوزه کې سوری څله شمارې
ځانله چې غاړه کې غلبيل ګرځوې
تسپې
پښتانه چانه هيڅ څه هم نه غواړو
صرف مشران د ښه پاي لټوو
خلک ترې کار د ترقۍ حاصل کړې
مونږ ي لاسونو کې تسپې لټوو
په حرامو حج
د غريب حقونه خوری مونږه ي وينو
د الله غوره مخلوق ته ګوری بد
دلته ورانې کړی کعبې د زړونو لاړ شی
هلته ښکل کړی سل پيرې حجر اسود
وروستي