
روهي (درې نۍ/۳ د تلې)، يوې مصرۍ ميرمنې خپل ناپيدا شوی ماشوم جنین پر فېسبوک خرڅلاو ته وړاندې کړ او خلکو يې غوښتي چې که څوګ يې د اخېستو غوښتنه لري نو ورسره اړيکه دې ونېسي.
دغه مصرۍ ميرمنې ويلي دي، چې له خپل خاوند سره يې ځکه د خپل جنین د خرڅولو پرېکړه وکړه چې يو شمېر پيسو ته يې اړتيا درلوده او په لاس کې يې نه درلودې.
په ټولنيزو رسنيو د دغه ميرمنې خپور شوی اعلان تر ډېرو خلکو پوري رسېدلی دی او ښايي چې په سلګونه کسانو د جنین د اخېستو لپاره ورسره اړيکه هم نېولې وي.
د دغه اعلان په غبرګون کې يو شمېر کسانو له والدينو سره خواخوږي ښوودلې ده او يو شمېر نورو بيا ورته د سختې سزا غوښتنه کړې ده.