هغه څه چې د کاروبار له پیلیدو وړاندې باید پلي شي

د نوښتګر، نامتو سوداګر کیدلو او یا هم تر ټولو غوره او بریالي کس جوړیدلو پر وړاندې هیڅ داسې کوم خاص اصول او بندیزونه نشته. دا موږ یو چې هر فرصت ته د خنډ په سترګو ګورو او خپل ژوند په لوی لاس ځان لپاره ستونزمنه وو. که چيرې مونږ خپل ځان او آندونه مثبت وروزو؛ نو دا به له ورایه جوته شي چې هره ستونزه کې ګڼ شمیر فرصتونه نغښتي. هغه څه چې اړین دي یوازی اویوازی زمونږ اراده، حرکت، ماتې نه منل او د ستونزو دقیقه پیژندل دي.

د یو بریالي کاروبار پیلولو لپاره د پوهنتون اسناد، ډیرې روپۍ او یا هم د کاروبار په هکله په کافي اندازه تجربه لرل شرط نه دي؛ هغه څه چې اړین دي یوازې او یوازې یو منظم، دقیق او غوره پلان جوړونه ده چې کولای شي تاسې د بریالیتوب تر پولو ورسوي.

دا چې د ودانۍ جوړولو کې تهداب او لومړنۍ خښتې تر ټولو اړینې دي او باید په پوره غور سره کیښودل شي؛ همدرانګه د یو بریالي کاروبار د پیلولو وړاندې هم ځینې کړنې دي چې باید په پوره معنا سره وڅیړل شي او بیا پلي شي.

د یو بریالي کاروبار له پیلیدو وړاندې غوره ده لاندې ټکې په پام کې ونیول شي:

۱. له ځان وپوښتۍ آیا تاسو د کاروبار پیلولو ته تیار یاست؟
د هر څه وړاندې هغه څه چې ډیر اړین دي تاسو یې ترسره کړئ د ځان پیژندل دي؛ کله چې مو ځان وپیژاند؛ نو بیا د لویو، لویو کارونه ترسره کولو ته تیار یاست. دا چې تاسو دا لیکنه تر دې ځایه ولوسته نو زه ډاډه یم چې تاسو هم د یو بریالي کاروبار پیلولو په هکله سوچ کوئ او غواړئ نور مو د ژوند بڼې ته بدلون ورکړئ. غواړئ نور مو خپل پټ ځواک ښکاره کړئ او خپل ځان د یو نامتو او بریالي سوداګر په بڼه ووینئ. اوس مو چې د بریا لپاره لومړی ګام اخیستی بیرته مه شاته کیږئ او د ځان پیژندلو لپاره مو له ځانه داسي پوښتنې وکړئ:
ـ کاروباري نړۍ ته د ننوتلو لامل مو څه دئ؟
ـ آیا د کاروبار ګټه وټه مو د ژوند اړتیاوي درپوره کولي شي؟
ـ کوم داسي خاص مهارتونه او هنرونه لرئ؟
ـ آیا لوړې زده کړې لرئ؟
ـ د کاروبار له پیلیدو څخه مو موخه څه ده؟
ـ د کاروبار لپاره څومره خطر منلو ته تیار یاست؟
ـ د کاروبار پیلولو لپاره مو انګیزه څه ده؟
ـ د کاروبار پیلولو لپاره څه ناڅه بودیجه او پس انداز لرئ؟
ـ که کاروبار مو د ماتې سره مخ شي آیا په ژوندینیو چارو به مو څه نا څه اغیزه ولري که نه؟
ـ د خپل ځان د قوت او ضعف نښې مو څه دې او پر کاروبار به یې اغيزي څه وي؟
ـ اوس مهال مو ژوند کې څه فرصتونه او خنډونه وینئ؟
ـ آیا له دې ورهاخوا کوم B پلان لرئ؟

۲. د کاروباري نظریې په هکله مو د بازار څیړنه پیل کړئ!
د کاروباري نظریې شتون د کاروبار له لومړیتوبونو څخه ګڼل کیږي. دا چې څنګه کولای شئ یوه غوره کاروباري نظریه ولرئ؛ نو لاندینیو پوښتنو ته د ځواب په لټه کې شئ:
ـ څه ډول توکې او چوپړتیاوې غواړئ وړاندې کړئ؟
ـ آیا ستاسو کاروبارې نظریه بیخې نوې ده؟
ـ آیا ستاسو کاروبارې نظریه تر ټولو ښه ده؟
ـ څنګه کولای شئ خپله کاروباري نظریه خوندي وساتئ؟
ـ ستاسو د کاروباري نظريې سیالان به څوک وي؟
ـ ستاسو تولید به په بازار کې کومې اغیزي ولري؟
ـ د یادې کاروبارې نظريې په پلي کیدلو سره به مو مالي ستونزي و ګاښي او که نه؟
ـ د کاروباري نظريې ګټې او زیانونه مو څه دي؟

۳. د کاروبار نوعیت او جوړښت مو وټاکئ!
څه ډول کاروبار غواړئ ولرئ؟ دا چې کاروبار د جوړښت له مخې بیلابیل ډولونه لري نو تاسو اړ یاست په هکله یې غور وکړئ او له ځانه وپوښتئ:
ـ آیا په یوازې کاروبار کړل غواړئ؟
ـ آیا شراکت غواړئ؟
ـ آیا د شرکت ( کمپنې) رامینځته کول غواړئ؟

۴. د خپل نوې کاروبار لپاره مو سوداګریز پلان جوړ کړئ!
یو سوداګریز پلان ټول هغه څه چې له پیل څخه تر پایه باید پلې شي په خپل ځان کې رانغاړي. د یو بریالي کاروبار درلودل د بریالي سوداګریز پلان جوړول دي. لکه څرنګه چې د ودانۍ جوړولو لپاره نقشې ته اړتیا ده؛ د کاروبار لرلو لپاره هم سوداګریز پلان جوړول اړین دی.

که څه هم سوداګریز پلان د مفهوم او محتوا له مخې خورا لوی دی خو د بیلګې په توګه يې لاندې برخې یادولی شو:
ـ عمومي خلاصه
ـ لنډه پیژندنه
ـ د بازار موندنې څیړنه
ـ د بازار موندنې پلان
ـ عملیاتې پلان
ـ د مدیریت پلان
ـ مالي پلان

۵. د خپل نوې کاروبار لپاره مو د بازارموندنې پلان جوړ کړئ!
د بازارموندنې پلان جوړولو په وخت کې اړیاست د بازار د عمومې حالت په هکله څیړنه وکړئ، خپل د کاروبار موخې مو روښانه کړئ، هغه کومې سټراټیژیانې چې کولای شي ستاسو کاروبار غښتلی کړي وپيژنئ، د بازار موندنې بودیجه مو وټاکئ، کوم ځای، څه وخت او کوم خلک باید په نښه کړئ؟ دې او دې ته ورته پوښتنې مو د بازارموندنې پلان برخه وګرځوئ.