
روهي (دوه نۍ/۲ د تلې)، د تېرې اونۍ په پای کې د ايران په سپاه پاسدران ځواکونو چې د رسمي ګذشت په حال کې وو، خونړی بريد وشو چې تلفات يې له سلو کسانو زيات وو.
ايران حکومت په دغه هېواد کې د اهواز ډموکراتیکه ملي جبهه تورنه کړه چې د امريکا په ملاتړ يې دغه کار کړی دی.
دغه ډله د ايران په اهواز سيمه کې اوسي. دوی له ايران څخه د خپلواکۍ غوښتنونکي دي او د ايران شيعه پوځ پر وړاندې ګواښ شمېرل کيږي.
د اهواز ډموکراتیکه ملي جبهه په خپله سيمه کې د تيلو ښې زيرمې لري او د پيسو له اړخه بډايه کسان شمېرل کيږي.
دغه جبهه ځانونه په ايران د لږکيو عرب وګړو استازي بولي او د ايران په حکومت نيوکه کوي چې حقوق يې تر پښو لاندې کوي او دوه ګونی چلند ورسره کوي.
د اهواز ډموکراتیکه ملي جبهه په تېر کې هم د ايران دننه د يو شمېر بريدونو مسووليت اخېستی وو او اوس يې تازه د تېرې اونۍ د بريدونو په اړه مثبت نظر څرګند کړی او په غېرې مستقيم ډول يې مسووليت منلی دی.