
روهي (دوه نۍ/۲ د تلې)، د بريتانيا يو مېلونره جينۍ چې د سخت حساسايت يا الرجي ناروغي درلودله د هوايي ډګر په هټۍ کې له خواړو ورسته مړه شوې ده.
دغه جينۍ (ناتا شاه اېدنن) نوميږي او له يو شمېر خواړو سره يې حساسيت درلود. دغه جينۍ سندېوچ وخوړ او الوتکې ته له پورته کېدو وروسته يې د الوتکې دننه ساه ورکړه.
(ناتا شاه اېدنن) له ګونځلو زړو سره حسايات درلود او د هغې له خواړو يې سخته ډډه کوله، خو دا ځلې په سندېوچ کې ګډ شوي د کونځلې زړي د نوموړې د مرګ لامل شول.
پوليس د پېښې په اړه پلټنې پيل کړي دي او د هوايي ډګر د کانتين مسوول يې همد پوښتنو لپاره له ځان سره وړی دی.