نيکي هيلې: پر سپاه پاسدران د بريد تر شا مونږ لاس نه لرو

روهي (دوه نۍ/۲ د تلې)، په ملګرو ملتونو کې د امريکا متحدو ايالتو سفيره نيکي هيلې وايي چې هغه بريد چې د ايران د سپاه پاسدران يو شمېر سرتيري په کې ووژل شول د امريکا کار نه دی.

نوموړې د ايران له حکومت غوښتنه کړې ده، چې د پېښې په اړه دې شواهد پيدا او کره څېړنې دې وکړی، ترڅو مالومه شي چې دا بريد چا کړی.

نوموړې دغه څرګندونې د ايران د ستر مذهبي مشر علي خامنه يي د هغه خبرو په غبرګون کې کړې دي، چې ياد بريد يې د امريکا د ملاتړ کار بللی وو.

د ايران د سپاه پاسدران د ځواکونو په يو نظامي پرېډ بريد کې ۲۹ کسان ووژل شول او تر ۷۰ نور يې ټپيان کړل.