د پاکستان پوځ: له هند سره جګړې ته تيار يو

روهي (يوه نۍ/۱ د تلې)، د پاکستان پوځ لوړپوړي چارواکي وايي چې له هندوستان سره د جګړې تياری لري خو د جګړې پر ځای سولې ته غوروالی ورکوي.

د پاکستان پوځ ویاند تورن جنرال اصف غفور ويلي دي، چې پوځ يې دا وړتيا لري او هم تيار دی چې له هنوستان سره جګړه وکړي، خو دوی غواړي ستونزې د جګړې پر ځای د خبرو له لارې حل کړي.

جنرال غفور دغه څرګندونې د هندوستان د پوځ د مشر جنرال بيپن راوت د څرګندونو په غبرګون کې کړې دي. جنرال بيپن راوت ويلي، چې مونږ اړ يو تر څو پاکستان ته د هغې په ژبه ځواب ورکړو.

د پاکستان او هندوستان د اړيکو د بيا خرابتيا له امله د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۷۳مې ناستې په څنډو کې د دواړو هېوادنو د بهرنيو چارو د وزيرانو ترمنځ لېدنه هم لغوه شوه.