مختار لونګ
درد یې رابخښلی انقلاب غوندې جانان
وړي مې په څپو څپو سیلاب غوندې جانان
را یې کـــړ د شعر د ملغلـــــرو یو امــــیل
ډک لـــــه ملغلرو د ردیاب غوندې جـــانان
خوږ دی سندریز دی دمینې نغمه ګر دی
غیږ کې مې نیولی د رباب غوندې جانان
لولمــــه یې زه هر وخت په ښکلي ترنم
څنګ کې راسره دی د کتاب غوندې جانان
ډیــــره سوروره یې ده دښتــــــه د بیلتون
تنده یې وژونکي د سراب غـــوندې جانان
په مینه مینه پـــریوت سجـــدو تـــــه مې تندی
زړه په سر مې ناست دی د ثواب غوندې جانان
ځار یې شمه خیال یې راته ډک کړ له ښکلا
جوړ دی له ښکلا نه د ګلاب غوندې جــــانان
اوس یې په سندرو کې خمار او نشه نشته
ځکه لـــه لونګ ورک د شراب غــوندې جانان
۱۷ / ۸ / ۲۰۱۰
زیوریخ
وروستي