سولې او قدرت ته د رسېدو لار

په هېواد کې روان وضعیت ته په کتو ليدل کیږي امریکا د افغانستان سولې ته ډېره هیله منده شوې او غواړي په دغه هېواد کې د هرې ممکنې لارې له طالبانو سره د سولې په خبرو اترو کې بریالۍ شي.

که څه هم امریکا تر اوسه له جنګه ستړي نه ښکاري خو خپلو موخو ته د رسېدو لپاره داسې ښیي چې دوی نور له جنګه ستړي او د یو آرام افغانستان په هیله دي.

د سیاست په ډګر کې لویو موخو ته د رسېدو او ملي منافعو د ساتلو لپاره لوی قدرتونه کوچنۍ موخې قرباني کوي.

امریکا په افغانستان کې خپل منافع لري او د دغه منافعو د ساتلو لپاره په هر قیمت حاضره ده د کوچنیو موخو په سر معامله وکړي څو پدې وسیله د خپلو ملي منافعو ساتنه وکړای شي.

پدې وروستیو کې په افغانستان کې له طالبانو سره د سولې خبرو اترو زیاتېدل او پدې برخه کې د امریکا له لوري د هر ډول همکاریو ټټر وهل د دې ښکارندویې کوي چې دوی د سولې لپاره ډېر لیوال دي.

دا چې امریکا ولې تر بل هر وخت زیاته لیوالتیا ښیي څو له طالبانو سره سوله وکړي دلایل یې معلوم دي.
پدې وروستیو کلونو کې د امریکا یو شمېر رقیبو هېوادونو هڅه پیل کړې چې په افغانستان کې د امریکا او افغان حکومت ضد جنګېدونکې ډلې پیاوړې کړي.

دغه هېوادونه په افغانستان کې د امریکا نظامي حضور ته زړه نه شي ښه کولای او د دوی نظامي شتون د ځان په تاوان بولي.

د افغانستان ګاونډي هېوادونه پدې باور دي چې امریکا په افغانستان کې د داعش پالنه کوي څو په سیمه کې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره له دغه خطرناکې ډلې کار واخلي.

دا چې امریکا د خپلو رقیبو هېوادونو په دغه کړنو پوره خبره ده هڅې یې پیل کړې چې له دغه ډلې سره له هرې ممکنې لارې د سولې خبرې اترې وکړي.

امریکا په دې باور ده چې که چېرته له طالبانو سره د بهرنیو هېوادونو ملاتړ موجود وي په افغانستان کې له دغه جنګېدونکې ډلې سره جګړه به دوامداره او بې پایلې وي او غوره بولي چې په دې حساسو شرایطو کې خپل دوهم پلان ته چې له طالبانو سره سوله ده ورګده شي.

له روان وضعیت څخه داسې ښکاري چې امریکا سربېره پردې چې د سولې خبرو اترو په وړاندې د هر ډول خنډونو د لرې کولو په هڅه کې ده بلکې دوی په سیمه کې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د خپلو کسانو د قدرت ته رسولو هڅه هم کوي.

د امریکا ژور سټراټيريک سیاست ته په کتو لیدل کېږي چې د زلمي خلیلزاد په اړه د امریکا پرېکړه په بیړه نه ده شوې بلکې پدې له ډېر وخت څخه بحثونه روان وو او بلاخره دوی خپله دا پرېکړه په رسمي ډول اعلان کړه.
د چارو شنونکي د زلمي خلیلزاد راتګ ته هیله مند ښکاري او وایي، نوموړی له افغانستان سره د سولې په برخه کې ډېر څه کولای شي.

تحلیلونه دا دي چې که چېرته زلمی خلیلزاد له طالبانو سره د سولې په خبرو اترو کې بریالی کیږي او طالبان هم د یو سیاسي حزب په حیث پېژندل کیږي او له افغان حکومت او امریکا سره پخلا کیږي یوازینی لومړنۍ مرجع چې ټول افغانان پرې راټولېدای شي همدا خلیلزاد دی.

دلیل یې همدا دی چې د سولې له ښکیلو اړخونو سره کېدونکې ژمنې د همدغه کس له لوري کېدای او عملي کېدای شي.

امریکا د خپلو جګړو په تر ټولو سختو شرایطو کې په زلمي خلیلزاد باور کړی او د دغه سختو شرایطو په کابو کولو کې یې له نوموړي ګټه پورته کړې ده.

زلمی خلیلزاد یو ښه مدیر او د افغانستان په ټولو سیاسي مسایلو برلاسی کس دی نوموړی جنګسالارانو او زورواکانو ضد دی او د خپل پخواني مدیریت پرمهال یې له دغه ډلو سره کلکه سیاسي مبارزه کړې ده.‎