د افغانستان لابراتوارونه لا هم په ټیټه کچه فعالیت لري

د کلید ګروپ د موندنو له مخې د ټول هېواد په كچه څه باندې ۱۶سوه طبي لابراتوارونه فعالیت لري چې له دې ډلې ۸۰۰ يې خصوصي او پاتې نور يې دولتي دي. خو ددې ټولو لابراتوارونو له منځه يوازې یو يې له لومړۍ کچې دويمې ته لوړ شوی او نور ټول لومړني لابراتوارونه دي. د لومړۍ کچې لابراتوارونه هغه لابراتوارونه دي چې هلته کابين وجود نه لري او انتانات په اسانۍ خلکو ته سرایت کولای شي. د کلید ګروپ دا څېړنيز راپور ښيي چې د عامې روغتیا وزارت په تېرو ۱۵ کلونو کې د لابراتوارونو لپاره د ملي ستندرد پالیسي نه لرله، خو په دې وروستیو کې یې د روغتیا د نړیوال سازمان په مرسته د ملي ستندرد پالیسي جوړه کړې ده.
له بل لوري د عامې روغتیا وزارت چارواکي د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د حوزوي لابراتوارونو د جوړېدو خبر ورکوي. دغه لابراتوارونه په هرات، بلخ، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې جوړ شوي دي. دوی وايي، په پکتیا ولایت کې به هم یو حوزوي طبي لابراتوار جوړ کړي.
د دغه وزارت چارواکي زیاتوي، چې د ټول هېواد په کچه یو د اچ ای وي یا اېډز د تشخيص مرکز هم فعال شوی چې په سم ډول د منفي یا مثبت پرېکړه کولای شي. دوی دغه راز ادعا کوي د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې يې لسګونه هغه لابراتورونه تړلي دي چې د جواز له اخستو پرته يې فعالیت پیل کړی و.
له بل لوري داسې نیوکې وجود لري چې د عامې روغتیا وزارت د لابراتوارونو چارواکو ته دا پوهاوی نه دی ورکړی چې لومړۍ، دویمه او درېيمه درجه لابراتوارونو کې کوم ډول معاینات ترسره کولای او کوم وسایل کارولای شي.
دولتي لابراتوارونه
د عامې روغتیا وزارت د مرکزي لابراتوار چارواکي وايي، که څه هم په هېواد کې د دولتي لابراتوارونو په تړاو ورسره دقیقې شمېرې نشته، خو په اټکليز ډول د ټول هېواد په کچه څه باندې ۸سوه دولتي لابراتوارونه فعالیت لري. له دې ډلې په کابل ښار کې یو مرکزي طبي لابراتوار، ۱۶ د روغتونونو لابراتوارونه، یو کرنيز(وترنري) لابراتوار، په ولایتونو کې ۳۴ ولایتي طبي لابراتورونه، د ولسوالیو په کچه ۶۵ لابراتوارونه او ۷۵۰ نور کوچني لابراتوارونه په ټول هېواد کې فعالیت لري.
که څه هم په تېره يوه نيمه لسيزه کې د روغتیا په برخه کې په ملیونونو ډالره مصرف شول، خو تر دې مهاله د عامې روغتیا وزارت نه و توانېدلی چې د لابراتوارونو لپاره د ملي ستندرد پاليسي جوړه کړي. د مرکزي لابراتوارونو سرپرست ډاکتر نصیراحمد ستانکزی وایي: ((په دې وروستیو کې یې د روغتیا د نړیوال سازمان په مرسته د ملي ستندرد پالیسي جوړه کړې ده او د همدغه پالیسۍ پر بنسټ به د لابراتوارونو چارې په مخ وړي.))
ستانکزی زیاتوي، په نړیواله کچه د لابراتوارونو لپاره کچې یا درجې ټاکل شوې دي: ((په نړیواله کچه لابراتوارونه په څلورو درجو وېشل شوي دي چې لومړۍ درجه تر ټولو ټیټه او څلورمه درجه یې تر ټولو لوړه درجه ده. نوموړی زیاتوي، په افغانستان کې یوازې یو طبي لابراتوار دی چې په دې وروستیو کې یې دویمي درجې ته ارتقا کړې ده او نور ټول طبي لابراتوارونه لومړني یا ابتدايي دي.)) د یادولو ده چې لومړی کچه طبي لابراتوارونه هغه دي چې په هغه کې کوم کابین موجود نه وي او انتانات په اسانۍ کولای شي نورو کسانو ته انتقال شي، خو په دویمه کچه لابراتوارونو کې کابینونه موجود وي او انتانات نه شي کولای چا ته انتقال شي.
ستانکزی وايي، د عامې روغتیا وزرات هڅه کوي چې درېیمه کچه لابراتوارونه هم جوړ کړي، خو په اوس وخت کې د هغه ډول لابراتوارونو ضرورت تر ډېره نه لیدل کیږي. نوموړي وویل، د عامې روغتیا وزارت د مرکزي لابراتوارونو د ریاست په غوښتنه د هېواد په څلورو حوزو کې څلور حوزوي لابراتوارونه جوړ شوي دي چې په هرات، مزارشریف، کندهار او ننګرهار کې موقعیت لري او په پام کې ده چې ډېر ژر دغه ډول یو لابراتوار په پکتیا ولایت کې هم جوړ شي.
نوموړی زیاتوي، په دې حوزوي لابراتوارونو کې باکتریالوژي، ویرولوژي، سیرولوژي او (ELISA) برخو کې معاینات ترسره کېدلای شي: ((په تېرو دوو میاشتو کې مو د ټول افغانستان په کچه د HIV یو مرکز چې په عصري ټکنالوژۍ سمبال دی، په مرکزي لابراتوار کې فعال کړ او دا یوازینی لابراتوار دی چې د اېډز ناروغي تشخيصولی شي، همدارنګه مو د کیفیت د لوړولو لپاره ترېننګونه په لاره اچولي دي.)) نوموړی زیاتوي، په راتلونکو څو ورځو کې به یو شمېر کارکوونکي د تشخیص په برخه کې د نورو زدهکړو او تجربو ترلاسه کولو لپاره بهرنیو هېوادونو ته واستوي. نوموړی زیاتوي چې تر دې وړاندې يې له بهرنیو هېوادونو یو شمېر متخصصين راغوښتي او په افغانستان کې يې ډاکترانو ته ټرېننګونه ورکړي دي. په مرکزي لابراتوار کې ۸۸ کارکوونکي په دندو بوخت دي چې۵۰ یې مسلکي او پاتې ۳۸ نور یې غیر مسلکي کسان تشکیلوي.
شخصي لابراتوارونه
د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په ټول هېواد کې شاوخوا ۸۰۰ شخصي لابراتوارونه فعالیت لري، خو د دغه وزارت چارواکي نه پوهېږي چې د شخصي لابراتوارونو له منځه څو يې لومړی درجه، څو يې دویمه درجه او څو يې درېيمه درجه لابراتورونه تشکيلوي.
د عامې روغتیا وزارت له خصوصي سکتور سره د همغږۍ د برخې مشر ډاکتر محمد بشیر ساکایي وايي، دغه لابراتوارونه د مرکز په ګډون په ولایتونو، ولسوالیو او حتا کلیوالو سیمو کې فعالیت لري.
خو د روغتيايي قوانینو او مقرراتو پر تطبیق د څار ادارې رييس ډاکټر سيد ابراهیم کامل وايي، د عامې روغتیا وزارت د خپلو معیارونو له مخې لابراتوارونه درجه بندي کړي دي: ((زموږ اداره یو چک لېست لري چې د هغه له مخې مو لابراتوارونه درجه بندي کړي دي، موږ د دغه چک لېست له مخې روغتیایي مرکزونو ته مراجعه کړې ده او کتلي مو دي چې دغه مرکزونه څومره زموږ د چک لېست مطابق دي، د همدې پر اساس مو نمرې ورکړې دي، هغه مرکزونه چې هر څه یې زموږ د چک لېست مطابق دي، لومړی درجه او په همدې ترتیب دویمه او درېیمه درجه مو ورته ورکړې ده.))
د یادولو ده، هغه لابراتوارونو ته چې د عامې روغتیا وزارت له لوري د لومړی درجه فعالیت جواز ورکول کېږي، باید د لویې ودانۍ، کابین لرونکو خونو، په عصري تکنالوژۍ سمبال ماشینونو، وسایلو او تجربه لرونکي پرسونل او نورو اسانتیاوو لرونکي وي. په همدې ترتیب دویمه درجه کې پورته شرطونه یو څه کم او په درېیمه درجه کې د لابراتوار لپاره یوازې یو اتاق او اړوند وسایل شامل دي. په کابل ښار کې د ستندرد په نوم شخصي طبي لابراتوار ته د عامې روغتیا وزارت له لوري د فعالیت لومړی درجه جواز ورکړل شوی دی. په دغه لابراتوار کې د پي سي ار، بکټریالوژي، پتالوژي، سپیشل (د هورموني څانګې معاینات) او د ورځنیو ناروغیو لابراتوري معاينات ترسره کېدلای شي. د دغه لابراتوار مسوول ډاکتر محمد هارون اکرمي وایي، ستندرد طبي لابراتوار په عصري تکنالوژۍ سمبال دی او هر ډول لابراتواري معاینات پکې ترسره کېږي. دغه لابراتوار د هر ډول معایناتو لپاره ځانګړې خونې لري او په هره خونه کې یې کابینونه لګیدلي دي. په همدې حال کې ډاکټر عوض چې په یوه روغتون کې د درېیمه درجه لابراتوار مسوول دی کلید ته وویل، داسې روغتیایي مرکزونه هم شته چې دوی له عامې روغتیا وزارت څخه د لومړی درجې روغتیایي مرکزونو د فعالیت جوازونه تر لاسه کړي دي، خو فعالیت او خدمات یې هغه ډول نه دي: ((هغه کسان چې له عامې روغتیا وزرات سره تړلي، دوی په لومړی درجه جواز لرونکو لابراتوارونو کې هم د درېیمې درجې وسایل، ماشینونه او مواد کاروي، لومړی درجه، دویمه او درېیمه درجه لابراتوارونو ته دولت بېلابېل معیارونه ټاکلي دي چې باید کوم وسایل، مواد او ماشینونه وکاروي.)) خو د عامې روغتیا وزارت له خصوصي سکتور سره د همغږۍ د برخې مشر ډاکتر ساکایي وايي چې د عامې روغتیا وزارت د خپلو چارو د پرمخ وړلو لپاره قوانین او مقررات لري چې د هغه له مخې خپلې چارې پر مخ وړي: ((د عامې روغتیا وزارت د هغه قوانینو او مقرراتو په رڼا کې چې دغه وزارت یې د روغتیایي مرکزونو په برخه کې لري، روغتیایي مرکزونه جوړوي چې لابراتوارونه هم په دغه برخه کې شامل دي او دغه مقرره د عدلیې وزارت په رسمي جریده کې چې ۹۱۶ شمېره مقرره کیږي، چاپ شوې ده او موږ د دغه مقررې په بنسټ فعالیت کوو.))
ناسم تشخیص او لوړې بیې
یو شمېر هېوادوال په لابراتوارونو کې د معایناتو د نرخونو له لوړوالي او د ناروغیو له ناسم تشخیص سر ټکوي. دوی وايي، ناروغۍ يې په سم ډول نه تشخيص کېږي، له همدې کبله پرې درمل هم اغېز نه لري.
د کابل ښار په لودیځ کې د خوراکي توکو یو دوکاندار مصطفی کلید ته وویل، له ډېر وخت راپدېخوا د معدې په ناروغۍ اخته دی، ډېرو روغتیايي مرکزونو ته يې مراجعه کړې او په لابراتوارونو کې يې معاینات ترسره کړي، خو تر دې مهاله يې کومه ګټه نه ده ورته کړې او ناروغي يې نه ده تشخيص شوې: ((په هر لابراتوار کې مې د ناروغۍ تشخیص بېل بېل دی، زیاتې پیسې مې مصرف کړې، زیات درمل مې وخوړل، خو تر اوسه هم نه یم ښه شوی، د لابراتوارونو بيې هم خورا لوړې دي.))
له بل لوري ډاکتر نهضت الله په کابل ښار کې د یو شخصي روغتون د داخله ناروغیو متخصص دی. نوموړی هم د لابراتوارونو له ناسم تشخیص سر ټکوي: ((د لابراتوارونو ناسم تشخیص ددې سبب شوی دی چې هېوادوال په افغان ډاکترانو خپل اعتبار له لاسه ورکړي.)) نهضت الله زیاتوي، ډېر داسې لابراتواري معاینات وروړل شوي دي چې په یوه لابراتوار کې پایله یوه او په بل کې بله ده: ((په داسې مواردو کې موږ په هغه معایناتو باور کوو، چې ډاکتر له معایناتو وړاندې په ناروغ کې د هغه ناروغۍ څرک لیدلی وي.))
په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت د قوانینو او مقرراتو پر تطبیق د څار ادارې رییس ډاکتر سید ابراهیم کامل هم مني چې په یو شمېر لابراتوارونو کې د معایناتو بيې لوړې دي: ((موږ په روغتیایي مرکزونو کې د فیس (بیو) د کنټرول لپاره ټول روغتیایي مرکزونه په درېیو برخو وېشلي دي، چې په لومړی درجه لابراتوارونو کې د معایناتو بيې لوړې خو په دویمه او درېیمه درجه کې دغه بيې په ترتیب سره ټیټې شوې دي.))
خو نوموړی په لابراتوارونو کې د ناسم تشخیص خبره سمه نه ګڼي: ((روغتونونه ټول د ازاد بازار د اصولو له مخې فعالیت لري، داسې کسان په دندو ګماري چې هغه ډېرې تجربې ولري، ځکه دوی نه غواړي چې له نورو سره يې سیالي زيان وويني، هغه کسان چې نوي له طبي تکنالوژۍ فارغېږي، دوه یا درې کاله په روغتونونو کې د پرکتیک په شکل دندې اجرا کوي او له هغه وروسته بیا په رسمي ډول په دندو ګمارل کیږي.))
د لسګونه لابراتوارونو تړل کېدل
په داسې حال کې چې ډېری هېوادوال په یو شمېر لابراتوارونو نيوکې لري چې معیاري نه دي، د عامې روغتیا وزارت هم ادعا کوي چې دغه ډول لسګونه لابراتوارونه يې تړلي دي.
ددغه وزارت د قوانینو او مقرراتو پر تطبیق د څار ادارې مشر ډاکتر سید ابراهیم کامل وایي، په لسګونو داسې لابراتوارونه يې تړلي چې د جواز له ترلاسه کولو پرته يې فعالیت پیل کړی و او يا يې هم ستونزې لرلې.
کامل زياتوي، که تر دې وروسته هم د هېواد په هره برخه کې داسې لابراتوارونه ولیدل شي چې له جواز پرته فعالیت کوي وبه تړل شي: ((موږ ټولو روغتیایي مرکزونو ته یو چک لېست ورکړی چې د هغه له مخې خپل فعالیتونه منظم کړي.))
کامل زیاتوي، له روغتيايي مرکزونو وخت ناوخت څارنه کوي، څو وګوري چې د عامې روغتیا وزارت قوانين مراعاتوي او که نه. خو د یوه شخصي لابراتوار مسوول ډاکتر ذبیح الله شریفي د عامې روغتیا په وزارت نیوکه کوي چې د لابراتوارونو مسوولانو ته د عامې روغتیا وزارت له لوري په دې تړاو سم پوهاوی نه دی ورکړل شوی: ((ډاکټرانو ته دا پوهاوی نه دی ورکړل شوی چې په لومړی درجه لابراتوارونو کې کوم معاینات ترسره کېدای شي او کوم ډول وسایل او ماشینونه کارولی شي او په همدې ترتیب په دویمه او درېیمه درجه کې.))
د ډاکټر او لابراتوار تړلیوالی
افغانستان چې د اداري فساد قرباني هېواد بلل کېږي، د روغتیا په برخه کې هم له دغه ناوړه پدیدې خوندي نه دی. یو شمېر خلک په ډاکټرانو تور پورې کوي چې له لابراتوارونو سره تړلي دي.
د کابل ښار یوه اوسېدونکي جمال کلید ته وویل: ((ډاکتران او لابراتوارونه ټول له یو بل سره تړلي دي، دوی یوازې سوداګري کوي، د چا له حاله څه خبر دي، کله چې ډاکتر ته د یوې وړې ناروغۍ لپاره مراجعه کوي، ډاکتر درته د لابراتواري معایناتو پارچه درکوي او په نوم درته وایي چې پلاني لابراتوار ته ورشه او معاینات دې وکړه، دلته ښکاره ده چې ډاکتران د لابراتوارونو سره تړلي دي.)) ډاکتر ذبیح الله شریفي هم یو شمېر ډاکتران له لابراتوارونو سره تړلي بولي او وایي: ((دوی خپل ناروغان هغه لابراتوارونو ته استوي چې هلته تشخیص په سمه توګه نه کیږي، ځکه ډاکترانو ته لابراتوارونه په هره معاینه کې ۶۰٪ ګټه ورکوي.))
د شریفي په خبره، هغه لابراتوارونه چې له ډاکترانو سره تړلي دي، د معایناتو لوړې بيې لري او تشخیص ته هم پکې سم پام نه کېږي. خو د عامې روغتیا وزارت له خصوصي سکټور سره د همغږۍ د برخې رییس ډاکتر محمد بشیر ساکایي وايي، په دغه وزارت کې دوه داسې ادارې شته چې د روغتیایي مرکزونو له فعالیتونو وخت ناوخت څارنه کوي: ((په روغتیایي مرکزونو کې د قوانینو او مقرراتو تطبیق چې یوه ډيره مهمه موضوع ده پام ورته شوی دی، صحي مرکزونه نسبت تېر وخت ته ډېر فعاله شوي او فعالیتونه یې زیات شوي دي.))
که څه هم د ټول هېواد په کچه دا مهال ۱۶۰۰ لابراتوارونه فعالیت لري، خو تر دې مهاله هم هېوادوال د ناروغیو د تشخيص په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او ډېری يې د خپلو ناروغیو د تشخيص لپاره نورو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان او هند ته ځي.