د ايران حکومت نهه کسان اعدام کړل

روهي (يوه نۍ/۱ د تلې)، د ايران رسنيو ويلي دي، چې حکومت په دغه هېواد کې نهه کسان چې د محکمې له خوا پرې د جنسي تيری تورونه پوري شوي وو، اعدام کړل.

رسنيو ويلي دي، چې دغه کسان د ډله ييزو جنسي تېريو په تر سره کولو تورن وو، چې د محکمې له پرېکړې وروسته د اعدام سزا پرې پلې شوه.

د ايران قضايي ادارو ويلي دي، چې دغه کسان د ايران په شيراز کې يو بڼ ته دننه شوي وو او پر يوې ميرمن يې ډله ييز جنسي تيری کړی وو.

د يادونې ده، چې ايران په تېر کې هم د بيلا بيلو جرمونو په اساس يو شمېر کسان نيولي او وروسته يې اعدام کړي دي.