پولي واحد یا کرنسي د هېوادونو لپاره په نړیواله کچه د پیژندنې ښه وسیله ده. کومه پیژندنه چې د یوه هېواد په خپلې کرنسۍ کېږي، ښایي بل څه په دې برخه کې ترې مخکښ نه وي.
د یوه هېواد د پولي واحد ارزښت د هغه هېواد له سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو… حالاتو سره تړلی او په ډېرو مواردو کې ورسره مستقیمه اړیکه لري. (خالد حقمل)
پولي واحد د یو هېواد د هر ډول اړیکو (سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او نورو اړیکو سره مستقیمه رابــطه لري، یعنې نیغ په نیغه یې تر اغېز لاندې راځي.
دا جوته ده، چې په دې وروستیو کې د افغانۍ ارزښت ډېر ټیټ شوی او لا هم په نزول روان دی، خو سبا به مو په بازارونو کې د قېمتۍ له لاسه اور بل وي، د دې ټولو کارونو مسول نه یوازې دولت بلکې د هېواد هر وګړی دی. د بېلګې په توګه که موږ په خپل کلي، کور او بازار کې بهرنۍ کرنسۍ ته اجازه ورنه کړو، ولې به زموږ خپل څیز ارزښت له لاسه ورکوي؟
همدا اوس زموږ په مشرقي ولایتونو کې کومه کرنسي تبادله کېږي؟ په غرب، شمال او جنوب کې کومه کرنسي تبادله کیږي، آیا موږ خپله کرنسي نه لرو؟ ایا زموږ کرنسی تر هغوی کم ارزښته ده؟ ایا زموږ کرنسي له هغوی بدرنګه ده؟ دا ټول هغه څه دي، چې په ملت او دولت دواړو پورې اړه لري. که نن مو د دولت مدیریت ضعیف دی، د چا له لاسه؟ که نن مو کرنسي خپل ارزښت له لاسه ورکوي، د چا له لاسه؟. موږ د افغانۍ ارزښت ته پاملرنه نه کوو، خو ډالر نه قات کوو، پرته له بکس یې نه ګرځوو، په لاسونو کې یې ډېر نه ګرځوو او افغانۍ مو بیا په موټي کې کلکې نیولې وي.
افغانستان بانک رییس د سنبلې په یوویشتمه وویل چې د افغانستان بانک ۱،۶ میلیارده ډالر له حمل راهیسې بازار ته وړاندې کړي؛ خو خبره داده چې دا عرضه شوي ډالر څه شول او د چا جېب کې ولوېدل؟ بله دا چې زموږ د وطن په اقتصاد کې کرنسي بدلوونکی ډېر یو اغېزناک رول لري او د نورو هېوادونو له کرنسی بدلوونکیو (Money changers) سره ډېر لوی توپیر لري.
کله چې د افغانستان بانک بهرنۍ کرنسي بازار ته عرضه کوي، سمدلاسه د ځینو کرنسي تبادله کوونکو په واسطه په مستقیم او غیر مستقیم ډول له هېواد نه بهر او یا یې هم له ځان سره پټې ساتي. زیاتره عام وګري په دې باور دي چې دولت ولې اقدام نه کوي او دولت ملامت ګني، خو کله چې د یو ورته دولت په مقابل کې لکه افغانستان، خپل ښاماران پراته وي، نو ورته دولت به څنګه یو موثر اقدام وکړي، چې دغې بدبختیو ملت او دولت دواړه کمزوري کړي.
ښایي د ډېریو سره دا نظر وي چې د تبادلې د نرخ لوړوالی او ټیټوالی د یو هېواد په اقتصاد څه اغېز لرلی شي، ځواب یې ډېر ساده دی! د پیسو ټیټوالی یا دیفلاسیون Depreciation د بیو د رالوېدلو په معنا دی، یعنې کله چې د یو هېواد کرنسی د بل هېواد/هېوادونو د کرنسۍ په مقابل کې خپل ارزښت له لاسه ورکړي او په دې حالاتو کې د پیسو د پړسوب یاInflation واقع کېدو وېره هم شته او که چېرې د داخلي پیسو ارزښت د بهرنۍ کرنسۍ په مقابل کې پورته لاړ شي، دې ته Appreciation وایي؛ خو پهDepreciation حالت کې نا خوښه خبره دا ده چې هر کله یو هېواد بهر ته کوم شیان صادروي، خپل صادرات یې په کم قېمت باندې عرضه کیږي، نو په دې حالت کې بیا د عایداتي یا بودجوي کسر د رامنځ ته کېدو شونتیا هم شته، خو که چیرې یو هېواد لکه افغانستان په بشپړه توګه یو واردوونکی هېواد وي، کوم شیان یا کوم خام مواد چې له بهر نه د اړتیا او تولید لپاره واردوي، نو حتما به د څیزونو قېمت ورسره مخ په پورته روان وي.
ډیری په دې نظر دي چې کله د یو هېواد د کرنسي ارزښت د بلې بهرنۍ کرنسي پر مقابل کې را ټیټېږي، نو د دې هېواد څیزونو ته په نړیوال بازار کې عرضه زیاتېږی؛ خو د افغانستان په اړه دا نظریه بالکل ناسمه ده. کله چې افغانۍ خپل ارزښت له لاسه ورکوي په افغانستان کې بیې لوړېږي او نړیوال بازار مو تش پاتې وي، دا ځکه چې موږ واردوونکی هېواد یو او د ګوتو په شمېر صادرات لرو، چې د هېواد په اقتصاد کې دومره خاص رول نه لري.
که فکر مو کړی وي، افغانستان له ځان بسیاینې ډېر غنم تولیدوي، خو بیا هم موږ اوړه له بهره واردوو. که چېرې یو هېواد د خپلو اړتیا وړ خام مواد له بهر څخه واردوي، نو په دې صورت کې د تبادلې د نرخ لوړوالی د کموالي په پرتله ډیر اغېزمن دی، ځکه چې په دې صورت کې د کورنۍ تولید لپاره خام مواد په خپله کرنسي په ټیټه او په بهرنۍ کرنسي په لوړه بیه تمام شي.
خو کله چې یو هېواد وغواړي چې له خپل بازار څخه بهرنۍ کرنسي ټوله کړي، په دې صورت کې مرکزي بانک بانډ بازار ته وړاندې کوي او یا هم مشخصه بهرنۍ کرنسۍ پېري (اخلي) او په دې صورت کې د بهرنۍ کرنسي قمیت لوړېږي، خو کله چې یو هېواد و غواړي د بهرنۍ کرنسۍ بیه د داخلي کرنسي په مقابل کې ټیټه کړي نو په هغه صورت کې مرکزي بانک بانډ اخلي او یا بهرنۍ کرنسي بازار ته وړاندې کوي، د بېلګې په توګه، لکه څنګه چې د افغانستان بانک ډالر بازار ته وړاندې کوي.
خو د یادونې وړ ده، چې د ډالر په مقابل کې نه یواځې افغانۍ خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی بلکې نورې بهرنۍ کرنسۍ هم کم ارزښته شوې دي، یعنې په نړیوال بازار کې د ډالر د لوړېدو تر څنګ یو شمېر کورنیو عواملو هم د افغانۍ د بیې پر ټیټېدو اغېز کړی دی.
افغانستان هغه هېواد چې وګړی یې د رغونې په برخه یا د رغونې په سکتور کې کوم خاص رول نه لوبوي. په دې لنډ وخت کې لیدل کېږي چې د افغاستان سیاسي او اقتصادي وضعیت مخ پر کړکېچ روان دی.
دا لاملونه نه یوازې د دولت کمزوري ده، بلکې د ټولو هغو وګړو چې په رګونو کې یې د افغانیت احساس وي، مسؤول ګڼل کیږي. ټولو ته معلومه ده چې ځینې خلک د خپل وطن په مقابل کې را ولاړ او دا کوښښ کوي چې دا کمزوری وطن/دولت نور هم کمزوری او له پښو وغورځوي. لکه څنګه چې تېر څلوېښت کلن تاریخ افغانان شهیدان، معیوب، بې کوره، ...او د بې وزلۍ دروازې ته ودرول.
وروستي