شعر

نـومـيـالي او وتـلي شـاعـر الـحاج پيرمحمد کاروان تـه ډالۍ
کلـه چې مې د کاروان صاحب (يوزرغون د نـغمو سيـند) ولوسـت تر هغه وروسـتـه مي دا څـو کرښـي لـيـکـلي دي.

د ښـاغلي کاروان درې شعري ټـولګي ( لـه مـاښـامـه تـر مـاښـامـه چنـار خـبـري کـوي او د ښـاپـېـرۍ ورغـوی) يـو ځای چاپ شـوي او (يـو زرغـون د نـغمو سـيند) تـرې جوړ شـوی دی.

زه هغه الـفاظ او کلمـات نـه لرم چي راټـول يې کړم او د پيـرمحمد کاروان صاحب شـاعرانـه کمال، ستـر شخـصـيـت او ادبي عظمت وسـتـايـم. دا څو کـرښې نـظم ورتـه ډالۍ کـوم.

زه دي مر يـد يـم تـه مي «پـيـر» يـې کـنـه
سـلام مـې واخـلـه پـه مـا ګـرانـه اشـنـا
ای د پـېـغـام، عـاطـفـې، خـيـال شـاعـره
ای د زخمـي غـزل د رمـا نـه اشـنـا
د خـړو غـرو شـډل پـښـتـون شـاعـره
ده شـاعـري پـه تـا و د ا نـه اشـنـا
مـا هم د خـپـل کـاروان ملـګـری کـړه تـه
د ر سـره بـو مي زه کـا رو انـه اشـنـا

تـه «لـه مـاښـامـه تـر مـاښـامـه» نـاسـت وې
لـکـه غــمي دې ټـولـول لـفـظـونـه
تـرې بـه دي سـاز کـړ د نـظـمونـو امـېـل
پـه ډېـر هـنـر بـه دي پـېـيـل لـفـظـونـه
تـا بـه رنـګـيـن کـړل د غـزل پـه خُـم کي
د غـه سـاده، شــډل- شــډل لـفـظـونـه
لـکـه خـالـونـه پـر سپـيـن مـخ د رنـجـو
داسـې پـه خـيال دي ايـښـودل لـفـظونـه

«چـنـار خـبـرې کـوي» سـتـا سـره اوس
ای د ګـود ر، چـيـنـې، چـنـا ر شـاعـره
لـه مـيـنـي جوړ يـې او پـه مـيـنـه پـا يـې
ای غـزلـبـول او سـنـدر مـار شـاعـره
ستـا لـه مسـرو د بـنـګړو شـرنـګ راخـيږي
د شـرنـګ او تـرنـګ ربـاب سيـتـار شـاعـره
رنـځـور نـرګـس، زخمي نـښـتـر تـه ژاړې
لـه عـا طـفـې دي شـمـه جـار شـاعـره

هـغـه د دنـګ يـار او چـنـار خـبـره
چې لـولـم سـتـا «د ښـا پـېـرۍ ورغـوی»
پـکـې رنـګـيـنـه د نـيـا و و يـنـمـه
چې خـلاص کـړم ستـا د شـاعـرۍ ورغـوی
سـلام دی سـتـا شـاعـرا نـه کـمـال تـه
ډک شـو لـه سـتـورو د سپـوږمۍ ورغـوی
د عـا کـوم چـيـري تـڼـا کې مــه شــه
ز مـا «پــيـره» سـتـا د زنـد ګـۍ و ر غـوی

د چـا لـه مـخـه دې پـه يـاد لـيـکـلی
سـتـا کـتـابـې غــزل قـيـمـت نـه لـري
تـا د الـهـام پـه پـرخـه ټـول پـر ېـولـی
سـتـا ګـلابـې غـزل قـيـمـت نـه لـري
د پـښـتـنـې حُـسـن سـرور او نـشـه
سـتـا شـرابـې غـزل قـيـمـت نـه لـري
څـپـه- څـپـه حـُسـن تـر مـوږه راوړي
سـتـا د ر يـابـې غـزل قـيـمـت نـه لـري

پـه سـا دګـۍ کې اووه ر نـګـونـه لـرې
تـه د رنـګـونـو، ښـا يـسـتـونـو کـا ر وا ن
انـسـا نـې مـيـنـه احـسـا سـا ت لـېـږدوي
سـتـا د اوږدو لـنـډو نـظـمـونـو کـار وان
د ر نــه لــټـيـږي عـنـبـر يـنـې وږ مـې
تـه د ســرو، ز ېــړو ګــلابـونـو کـا روا ن
ګـرانې پـښـتـو تـه يې ډېـر څـه راو ړي
کـا ر وا نـــه! سـتـا د غـزلـونـو کـا روا ن