
روهي (يوه نۍ/ د تلې لومړۍ)، تېره ورځ د ايران په اهواز ښار کې د سپاه پاسدران د سرتيرو پر پرېډ باندې خونړی بريد وشو، چې مرګ ژوبله يې رامنځ ته کړه.
د تېرې ورهې په لومړينو شمېرو کې د ژول شوي شمېر ۱۰ او ټپيان ۲۱ کسان وو، خو د تلفاتو تازه شمېرې ښيي، چې په دغه بريد کې ۲۵ کسان وژل شوي او ۵۳ ټپيان دي.
سرچينې وايي چې بريد هغه وخت رامنځ ته شوو، چې پوځيانو پرېد ورکولو او خلکو يې ننداره کوله چې په دې وخت کې د پوځي يونېفورم لرونکو کسانو ډزې وکړې او دغه مرګ - ژوبله يې رامنځ ته کړه.
ولسمشر حسن روحاني د پرونۍ پېښې په اړه غبرګون ښوودلی او ويلي دي، چې مونږ پلټنې کوو او دا بريد د ايران پر ولس بريد وو چې تر سره کوونکي به يې سخته سزا وويني.
نورو حکومتي او پوځي چارواکو دغه بريد يو ترورېستي بريد بللی دی او په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې د ترورېستان په اړه به چوپ پاتې نه شي.