
روهي (نۍ/۳۱ د وږي)، ولسي جرګې ۴۵ ورځې د وړي رخصتۍ تېرې کړې. د رخصتيو له پای ته رسېدو هم ډېری وکيلانو جرګې ته نه راځي چې له امله يې د جرګې نصاب نه بشپړ کيږي.
د رسنيو د راپورونو په اساس د ولسي جرګې د نن ورځ په ناسته کې د ۲۴۹ غړو يې يوازې ۷۰ کسان حاضر او نور د ناڅرګندونو لاملونه په اساس جرګې ته نه وو راغلي.
سياسي شنونکي او يو شمېر وکيلان وايي چې د جرګې غېرحاضر وکيلان د راتلونکو ټاکنو لپاره نومندان دي او چې سر له اوسه د ځان لپاره ټاکنيز کمپاينونه کوي او جرګې ته نه راځي.
يو شمېر وکيلان وايي چې په تېرو دوه اونۍ کې يوازې يوه ورځ د جرګې دومره غړي حاضر وو، چې نصاب يې پوره کړ، خو نور هره ورځ د نصاب د نه بشپړتيا له امله مهم مسايل له پرېکړو پاتې کيږي.