________________________________________
ليکوال : الحاج نعمت الله شاکر
دا معلومه خبره ده چې په ټولو مخلوقاتو کښې همدې انسان ته دوه امرونه مخامخ دى چې يو ته ئې امر وائى او دويم ته ئې نهى وائى په امر کښې د کولو حکم او په نهى کښې د منع او نۀ کولو حکم فرمائى دا د خالق المخلوقات لخوا مقرر شوى دى ددې حکمونو ښودلو دپاره اسمانى کتابونه صحيفې ئې په خپلو غوره مخلوقاتو ته چې انبياء (ع) دى راليږلى دى او په همدې خبرو ئې دا ښودنه کړې ده چې د امر حکم به په ځان عملى کوى او د نهى منع حکم څخه به ځانونه ساتى انبياء (ع) په دې اصولو موظف شوى دى بله مهمه خبره دا هم ده چې ابليس لعين چې ددې انسان د نيکۍ دښمن دي هم په دې خبرو موظف دي بلکې سرچپه او برعکس خبره ده د امر نۀ منلو او په نهى د کولو حکم او ښودنه کوى هر چا يعنې هر انسان چې د نبى (ص) او رسول (ص) په نقشه او ښودنه ځان قائم کړي وى هغه انسان ته مسلمان وائى او هغه چا چې د ابليس لعين پيروى او تابعدارى کړې ده هغوى ته کافر غير مسلم وائى په اسلام مقدس دين کښې د مسلم دپاره پنځۀ لوئې حکمونه دى چې لمړۍ کلمه طيبه ده دويم لمونځ دريم روژه څلورم زکات، پنځم حج د بيت الله شريف دي. چې دا هر حکم او رکن خپل اصول لرى کلمه مبارکه د انسان په زړۀ او ژبه کښې ده لمونځ په ټول بدن روژه هم په ټول بدن او اندامونو زکات په مال حج په مال او بدن کښې دي.لکه چې علماء کرام فرمائى روژه مبارکه په کال کښې يوه مقرره مياشت ده. روژه په ټول بدن ده خوراک څښاک او دګناهونو يعنې نواهيو څخه ځان ساتل دى.اجر او ثواب خپله خالق المخلوقات ورکوى په دې مياشت کښې نفلى عبادت په فرض عباداتو او د فرض عباداتو اجر و ثواب اويا چنده وى د رحمتونو مياشت ده. د برکتونو مياشت ده، د مغفرت او بخښنې مياشت ده. د دوزخ د اور نه د بچ کيدو مياشت ده. په دې کښې غټ غټ شيطانان تړلي شوى دى. بې شميره ډيرې ګټې او فائدې لرى ليکن ابليس لعين هم ډير کوشش کوى چې انسانان په خپلو جالونو کښې ګير او بند کړى قسما قسم چلونه او بهانې ئې انسانانو ته وړاندې کړى دى لمړي دوکه کښې ئې هغه څوک ګيره کښې راوستى دى چې لمړۍ روژه ده لمړۍ ورځ ده ډير داسې خلق شته چې وائى چې تر څو مو مياشت په خپلو سترګو نۀ وى ليدلى خلقو ته وائى چې روژه مۀ نيسئ او حال دا دي چې په دې ورځ ډيرو اسلامى دولتونو اعلانونه کړى وى چې مياشت ليدل شوې ده سبا فرضى روژه ده، ډير خلق په دې ورځ ښکاره خوراکونه کوى دا عمل ددوى روژه خوراک دهغه حديث څخه خلاف دى چې کله کوم علاقې ته دا خبر ورسيدو چې مياشت ليدل شوى فلانى ملک او فلانى ځاې کښې روژه ده د داسې انسان دپاره په کار ده چې فورى خپله روژه بنده کړى بيا دې قضائى روژه ونيسى. کۀ داسې نۀ کوى او سره د پوهې ښکاره په فخر خوراک څښاک کوى په دغه انسان کفاره د روژې راغله بيا به دوه مياشتې روژه نيسى په داسې حال کښې چې ددې انسان يوې روژې ته ملا ماته ده دوه مياشتې روژه به څنګه ونيسى په سترګو ليدل کيږى . بې شماره مسلمانان په دې حال کښې ګير شوى دى. او همدې ابليس لعين دوکه ورکړې چې روژې وخوره بيا به ئې کفاره او فديه ورکړې دا دوکه د مالدارو او شته منو دپاره ده او حال دا دي چې قصدى روژه خوراک فديه او کفاره کله قبليږى.
په دې خوراک کښې دا خبره هم ده چې دهغۀ رحمتونو برکتونو، مغفرتونو او بخښنې څخه محروم وى دا څومره تباهى او هلاکت دي.
ډيرو کسانو ته ئې داسې دوکه ورکړې چې کمزورى ئې مريض ئې ډاکټر ته لاړ شه او هغه به دوائى درکړى. او د روژې خوراک به درته معاف کړى دا د خدائى پاک روژه ده د ډاکټر صيب نۀ ده بل چا ته ئې داسې دوکه ورکړې چې په سفر کښې روژه خوراک روا ده، د روژې مياشت په سفر او چکرو تيروه يوه بله ډله کسان داسې چې روژه په ټيپونو سندرو تيروى سنيماګانو ته ئې مخه شى. وائى چې روژه لنډوؤ او ځينې کسانو ته چې په بانډو اطرافو کښې ژوند کوى خوراکى شيان د بازاره واخلى يا د ځنګلو منځ ته لاړ شى او ياد کوټى دروازه ځان پسې بنده کړى او په خوراک شروع وکړى الغرض شيطان هر چا ته بهانې او چلونه ښودلى دى. او ډير ئې په غيبت او ټوقو ټقالو اخته کړى دى. او حال دا دي چې دخالق المخلوقات څخه هيڅ شي پټيدي نۀشى په پټو رازونو پوهه دي. او ددې روژې اجر و ثواب په خپل قدرت سره په خپل لاس ورکوى نو هر مسلمان ته پکار ده چې ددې مياشتې د داسې ډيرو ګټو څخه ځانونه محروم نۀ کړى، او په ښۀ طريقه په ښۀ اخلاص سره څنګه چې حکم شوي وى خپلې روژې پوره ونيسو
وروستي