نن ورځ د ايران په سپاه پاسدران سرتيرو بريد شوی، چې ۱۰ يې وژلي او ۲۱ ټپيان دي

روهي (نۍ/۳۱ د وږي)، د ايران په (اهواز) ښار کې څلورو بريدګرو د سپاه پاسدران پر يوې نظامي اډې د پرېډ پر مهال بريد کړی، چې په پايله کې يې د همدې ډلې لس سرتيري وژلي او ۲۱ نور ټپيان دي.

د ايران دولتي رسنيو ويلي دي، چې بريدګر څلور کسان وو، چې دوه يې تښتېدلي او دوه يې د امنيتي کسانو له خوا نېول شوي دي.

بريد هغه وخت شوی د سپا پاسدران ځواکونو په ياد ولايت کې يو پوځي پراېد تر سره کولو. له بريد وروسته د پرېد نظم ګډوډ شوی دی.

تر اوسه د دغه بريد علت نه دی څرګند شوی، خو چارواکي وايي چې پلټنې يې روانې دي.