هند په نيويارک د پاکستان د بهرنيو چارو وزير سره د خپلې وزيرې (سوشما سوراج) لېدنه لغوه کړه

هند په نيويارک د پاکستان د بهرنيو چارو وزير سره د خپلې وزيرې (سوشما سوراج) لېدنه لغوه کړهروهي (نۍ/۳۱ د وږي)، هندي چارواکو وايي چې په نيويارک د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډو کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي سره د هند د بهرنيو چارو وزيرې سوشما سوراج لېدنه او خبرې لغوه شوې دي.

د هند د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي، چې د خبرو د احتمالي هوکړې وروسته يو شمېر پېښې شوې چې د عمران اصلي څېره يې څرګنده کړه. وزارت د دغه پېښې په اړه نور مالومات نه دي ورکړي.

د هندوستان د دغه پرېکړې په غبرګون کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي دي، چې هند دا غوښتنه درلوده چې د ترهګرۍ په اړه خبرې وکړو، خو اوس دوی په خپله له دغه کار شاته شوي دي.

واک ته د عمران په رسېدو سره داسې هڅې پيل شوې وې، چې ګواکي پاکستان او هندوستان به په خپلو او د سيمې پر ستونزو سره خبرې او ناستې ولري.