
روهي (جمعه/۳۰ د وږي)، د ويتنام دولتي رسنيو اعلان وکړ چې د دغه هېواد ولسمشر (ټران ډای کوانګ) د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۶۰ کالونو په عمر ومړ.
ويتنامي رسنيو ويلي دي چې ټران ډای کوانګ نن سهار په روغتون کې ساه ورکړې ده. نوموړی له تېرو دوه کالونو راهيسې د ويتنام ولسمشر وو.
ټران ډای کوانګ د ويتنام د کمونېست ګوند نوماند وو چې د سيال د نه شتون له امله يې په ۲۰۱۶ ز کال کې دغه چوکي وګټله.