وسله وال بريدګر واشنګټن سره نېږدې درې کسان په ډزو ووژل

روهي (جمعه/۳۰ د وږي)، د راپورونو په اساس تېره ورځ يو وسله وال بريدګر په امريکا کې له واشنګټن سره نېږدې په (مریلنډ) ښار کې درې کسان په ډژو وژلي دي.

پوليس هم د پېښې پخلی کوي او وسله وال کس يې نيولی دی. پېښه د رایټ ايډ Rite Aid په نوم د درملو د يو شرکت دننه شوې ده.

بريدګر له پوليسو سره هم متقابلې ډزې کړې دي، چې په پايله کې يې نوموړی هم ټپي شوی دی او روغتيايي وضعيت يې سخت ښوودل شوی دی.

تر اوسه مالومه نه ده، چې دغه وسله وال بريدګر ولې په داسې کړنې لاس پوري کړ. پوليس وايي چې په دې اړه يې پلټنې پيل کړي دي.