
روهي (جمعه/۳۰ د وږي)، ټاکل شوې ده چې د هندوستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيران به په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په څنډه کې سره وګوري.
تېره ورځ د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت وويل، چې دغه لېدنه به راتلونکې اونۍ په نيويارک کې تر سره شي.
په پاکستان کې د عمران له واکمنۍ وروسته دغه هېواد هڅه کوي چې له هند سره خپلې اړيکې نرمې او ښې کړي.
د يادونې ده چې لومړي وزير عمران د هندوستان لومړي وزير نرېندرا مودي ته يو ليک استولی او غوښتنه يې کړې ده، چې د کشمير په شمول به په يو شمېر مسايلو به سره خبرې وکړو.