
روهي (پنځه نۍ/۲۹ د وږي)، د پاکستان پخوانی لومړی وزير نواز شريف، د هغې لور مریم نواز او د نوموړي زوم کپټان صفدر د استيناف د غوښتنې په پار له زندان ازاد شول.
د پاکستان لوړې محکمې تېره ورځ د دوی د استيناف غوښتنه ومنله او تر بلې محکمې يې د زندان حکم ځنډولی دی.
لوړې محکمې ويلي دي، چې هر يو له خوشي کېدو وړاندې بايد محکمې ته څلور زره امريکايي ډالر وسپاري.
دوی درې وړاه د روان کال په جولای مياشت کې د احتساب محکمې د حکم په اساس زنداني او نغدي جريمه شول.