
روهي (پنځه نۍ/۲۹ د وږي)، د امريکا متحدو ايالتو حکومت په يو کلني راپور کې ويلي دي، چې ايران په نړۍ کې له ترهګرۍ څخه ملاتړ کوي ی او په دې برخه کې يو مخکښ هېواد دی.
په راپور کې ويل شوي دي، چې ايران په افغانستان، بحرین، عراق، لبنان او یمن کې لاس وهنې کوي او د ترهګرو ملاتړ کوي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د نړۍ د يو شمېر نورو هېوادونو ترڅنګ ايران هم د ترهګرۍ ملاتړو هېوادونو په سر کې ځای کړی دی.
له اټومي وسلو پرته د ايران او امريکا د اړيکو د کړکېچ او بندېزونو يو بل لامل د واشنګټن هغه تورونه دي، چې ايران په منځني ختيځ او افغانستان کې له وسله والو ډلو سره همدردي او ملاتړ لري.