محکمې د نواز شريف او مريم نواز سزا وځنډوله

روهي (څلورنۍ/۲۸ د وږي)، د پاکستان لوړې محکمې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزير نواز شريف، د هغې لور مريم نواز او د نواز شريف د زوم کپټان صفدر سزا ځنډولې ده. ګ

دغه محکمې د پاکستان د احتساب محکمې د هغې پرېکړه پر وړاندې پرېکړه کړې، چې دوی درې واړه يې د بند او نغدې جريمې په سزا محکوم کړي وو.

نواز شريف، لور او زوم يې له لندن څخه پاکستان ته د راتګ سره سم ونېول شول او په زندان کې واچول شول.

د نواز شريف کورنۍ او ګوند يې د احتساب محکمې پرېکړه دسېسه بولي او د شته تورونو په اړه د استيناف محکمې غوښتنه کوي.