دوستي

ډیر ښکاره دوستۍ په نوم ټټر وهي
پټ پنا نو سم په بډه غر وهي
وګورۍ چی مونږ څومره دوستان لرو
چا مو شپی تورتم کړی څوک مو لمر وهي
مونږه عجیبه غوندی ولس یاستو
څوک مو لاس پښی وهي څوک سر وهي
جنګ دجنګ غوښتونکو خپل منځي جنګ دئ
ولی په کی مونږه لر او بر وهي
دوی په مونږ په زور دموکراسي ګټي
دوی ددین په نوم زمونږ ځیګر وهي
همدوی غواړي چی مونږته مبت جوړکاندې
همدوی زمونږ دیو ملت سنګر وهي
دوی دتروریزم ضد جګره کوي
ځکه ولسونه سراسر وهي
دا ولس چی کله سر راپورته کړي
سر ورله دوخت په تور خنجر وهي
ډیر افسوس په دی دئ خدمتګاره چی
مونږ کله په چل او کله زر وهي
دهیواد دسیاسي خپلواکۍ د۹۱ ویاړلی کلیزې په ویاړ
محمد یوسف خدمتګار مزدورزوی