غزل

 څه تږى تږى درپسې يم ته د جــــــــــام غوندې شوې
زه دميږي په پل روان يم ته د ګام غــــــــــوندې شوې
زه په ځــــــمکه شوم اوبـــــــه هــــــــــرې ژورې ته ځم
ته د غرور اسمان ته وخــــــــتې د بام غوندې شوې
رقيبـــــــــه تا زمـــــــــــا د مخې ډب کو لو په نيت
هڅـــــــــه د وکړه ليو نيه خو نا کام غوندې شوې
(اصغـــــــــــــره ) تا زمـــــا لـــــــه مينې بغاوت کړى وه
لکه ماشوم مې غيږ ته راغلې څنګه رام غوندې شوې
 

اصغر اکبري خوست
تڼي خپل کلى ٩\\١٦\\١٣٨٨