له کرکټ بورډ لوبغاړي ولې گیله من دي!؟

کله چې ولسمشر د کرکټ بورډ لپاره نوی چېرمېن وټاکلو، نو نوي چیرمین له کوم دلیل او ثبوت پرته زیات شمېر کارکوونکي له دندو گوښه کړل، چې د کرکټ بورډ پر ورځینیو چارو یې ژوور منفي تاثیر وکړ. ورسره جوخت په کرکټ بورډ کې پاتې ځینو کارکوونکو په اداره کې ځینو ناخوالو او غیراصولي کړنو ته په کتنې سره سم دلاسه له اداري مشرتابه سره بایکاټ (پرېکون) وکړ چې تر ننه دوام لري. دا چې ولسمشر په کور د ننه له ډؤل ډؤل ستونزو سره مخ ؤ، او له کرکټ بورډ څخه یې یوه انداره توجه اوښتې وه، نو په کرکټ بورډ کې یې دومره ژر د بدلون او اصلاحاتو راوستلو ته زړه ښه نه کړو.

په بورډ کې ستونزې ورځ تر بلې زیاتیدې، خو دا چې افغان لوبډلې د نړۍ مختلفو لوبډلو ته پرلپسې ماتې ورکولې نو همدا وجه وه چې زیاتره خلک چپ وو او د بورډ خلاف یې غږ نه اوچتولو، خو دا په دې مانا نه وه چې گواکي هر څه سم روان وو/ دي.

په دې جریان کې د کرکټ مینوالو پر کرکټ بورډ ډؤل ډؤل تورونه ولگول، د بېلګې په توګه، خلکو ادعا کوله چې د کارمندانو معاشونه یې یو په څو چنده لوړ کړي دي چې دا د بشري سرچینو/اېج ار له اوصولو سرغړونه او خلاف عمل ؤ، مثلاّ له دې مخکې د چیرمېن میاشتنی معاش تر سل زره افغانیو پورې ؤ، خو اوس دغه معاش څو چنده زیات شوی دی، همداسې د نورو کسانو معاشونه هم د یادونې وړ دي. یوه بله نیوکه چې خلکو کوله دا وه چې د کرکټ بورډ پر پېسو د کرکټ مشران عېش عشرت کوي، زیات کسان له ضرورت پرته بهرنیو هیوادونو ته د چکر لپاره ځي او هلته په عصري هوټلونو کې په لسگونه زره ډالر مصرفوي چې دا ټول د بورډ له بودیجې ورکول کیږي. همدا شان دوی ادعا کوي چې د کرکټ بورډ تدارکاتي سیستم کې ستونزې موجودي دي. دوی دا گیله هم کوي چې په ولایتونو کې هغه بودیجه چې د مالیې وزرات لخوا د کرکټ گراونډ او اکیډمیو لپاره ځانګړې شوې، تر اوسه یې د جوړیدو چاري ندي پېل شوي.

خو! د کرکټ کتونکو په وینا، په دې وروستیو کې کرکټ بورډ ډېره سپین سترګي شروع کړې ده؛ خصوصاّ د لوبغاړو په ټاکنیزه برخه کې زیاتې ستونزې موجودي دي. د بېلګې په ډول هغه لوبغاړي چې په کورنیو لوبو کې ښه ځلیدلي، لوبو ته نه اخیستل کیږي او پر ځای یې ځیني نورلوبغاړي لوبډلو ته لاره پېدا کوي چې هیڅ ډول پرفارمنس نلري. په ټولنیزو رسنیو کې دا خبره ډېره کیږي چې د وتلي لوبغاړي میرویس اشرف اپریشن په یوه کال کې نه جوړیږي خو د اصغر او امثالهم عملیات بیا ډارېکټ په یوه هفته کې رغیږي، نو لدې مالومیږي چې د کاسې لاندې نیم کاسه شته. کله چې یو نیم (د دوی نا خوښ) لوبغاړی لوبډلې ته واخلي نو په داسې وخت کې یې لوبې ته را باسي چې لوبډله تر فشار لاندې وي تر څو نوموړی ښه لوبه و نه کړي او په اسانۍ سره یې له راتلونکې لوبې کښېنوي. خو د دې برعکس د دوی د خوښې لوبغاړي بیا په نسبتاّ اسانو لوبو کې لوبوي.

د ملي لوبډلې تر څنګ په نولس کلنه لوبډله کې هم ورته ستونزې موجودې دي. ځینو لوبغاړو ته ویل کیږي چې ته اوور اېج (یعنې عمر دې زیات دی) یې نو له دې کبله نشې کولی چې د نولس کلنو په لوبډله کې ولوبېږې. حال دا چې دا معیار پر هیڅ لوبغاړي ندی عملي شوی. له همدې کبله زیاتره لوبغاړي له کرکټ بورډ خفه دي او گیله کوي چې دوی سره د موراو مېرې چلند کیږي.

په دې وروستیو کې افغان کرکټ بورډ په کور د ننه کیدونکي شپږیزه کرکټ لیګ وځنډولو او پر ځای یې په متحده عربي امارتو کې د اې پي اېل په نوم لیگ شروع کړ چې د کرکټ ماهرینو په اند یو ښه اقدام نه و، ځکه نور هیوادونه کوښښ کوي چې کرکټ کور ته راوړي ولې مونږ یې په لوی لاس له کوره د باندې وړو. د دې تر څنګ داسې ګنګوسې هم دې؛ چې هغه کمپنۍ چې د اې پي اېل لیگ یي اخیستی دی یواځې څو میاشتې مخکې جوړه شوي ده، چې دا په دې دلالت کوي چې دا کمپني د همدې لیگ لپاره جوړه شوې ده.

په هر شکل؛ کله چې لوبډلې مشخصې شوې او د لوبډلو له لورې د لوبغاړو اخیستل شروع شول داسې نه ښکاریده چې گواکي دا بولۍ دې په ریښتيني ډول ترسره کیږي بلکې داسې مالوميدې چې لوبغاړي مخکې لهٔ مخکې اخیستل شوي دي. د خلکو دا گمان هغه وخت لاپسې په حقیقت بدل شو، چې ځینې لږ تکړه لوبغاړي په طلایي کټګورۍ کې په لؤړه بیه وپېرل شول، خو ولې د ملي لوبډلې ځينو تکړه لوبغاړو ته هیڅ یوې لوبډلې زړهٔ ښهٔ نه کړو چې وې پیري؛ چې ښه مثال یې نورعلي ځدراڼ، باطن شاه، نواز خان، روښان بارکزی، دولت ځدراڼ، حمزه هوتک، یامين احمدزی، یونس، نجات مسعود، میروېس اشرف، حمید حسن، وفادار مومند، شاپور ځدراڼ، ابراهیم او داسې نور؛ دوی وايي په لوی لاس ورته د ادارې له خوا ستونزې پېدا شوې دي، تر څو له لوبیدلو یې وغورځوي چې ښه مثال یې د نورعلي ځدراڼ هغه ویډیو کلېپ ؤ چې د فیسبوک له لارې یې نشر کړو.

نو! زمونږ هیله د کرکټ بورډ له مشرانو دا ده چې، افغانان یواځې یوه خوشحالي لري، هغه هم کرکټ دی، هیله ده دا لوبه راته د سیاست قرباني نه کړئ، پرېږدئ هر څوک د وړتیا له مخې لوبډلې ته راشي. د لوبډلې په انتخاب کې د روابطو په ځای ضوابطو ته ځای ورکړئ. که داسې و نه شي نو لیرې نه ده چې د کرکټ مینوال به یو ځل بیا د کرکټ بورډ مخې ته خیمې ووهي.
د یوه په ریښتیني مانا پاک کرکټ بروډ په هیله!