دشعروعرفان درمحک قران د کتاب څخه : دحزب اسلامی دامير محترم انجنير ګلبدين حکمتيار ليکنه :
غوټې پرېږده دې درياب كي گوهر نسته
ستا رگــــو كـــــــي د مــېړانې جوهر نسته
د كارغــــــه په څــــېر خځلــو كي لگيا يې
لـــــوړ الوت ته دي پياوړى وزر نستـــــــه
ټوپك پرېږده، رباب واخله، نڅا پيل كړه
ستا مسلك كــــــي تر دې غوره هنر نسته
د پردو پــــــه خوسا مَـــــــــيو باندي مسته!
نور په موټ كــــي د بادار درته زر نستـه
خــــــامخــــــا به دا تياره شپــــــه سبا كېږي
گمان مــه كړه، شپه تلپاتې، سحر نسته،
لمر پرېوتى، ستوري تت، لاره تياره ده،
ساربان نستـــــه، د ترږميو سفر نستـــــه
كه دي خوا كي ټگمار پير او خام ملا سته!
كه صادق امــــــام؛ رښتونى منبر نسته!
كه جومات كي گڼه گوڼه د لــــمانځه وي
خداى پالونكو سره توره خنجــــر نسته!
داسې مه گڼه چي ستړي يا دوكـــه شول
نور نو دلته جبهه نسته، سنگر نسته،
چي لكونو شهيدانو خپل سر جار كړ،
سرو مــــــــرمـــيو ته تيار بل ټټر نسته !
راته مــــــه گــوره د هغه چا په سترگه،
چي په وينو كي ئې شور او شرر نسته
كه څپانده مست سيندونه لاره خنډ كړي
گمان مه كړه په هيڅ ځاى كي گودر نسته
د بل ور لـــــــه ټكولـــــــو پناه غــــــــــواړو
لــــه تا پرته خدايه! مونږ ته بل ور نسته
او چي ستا نظر پر مونږ وي لويه ربــــه!
هيڅ حـــاجت مو د بل چـــــا د نظر نسته
هيڅ حــــاجت مو د بل چــــــا د نظر نسته
انجنيرګلبدين حکمتيار
وروستي