
د سعودي عربستان مخکښ شاعر او ليکوال غازي القصيبي په اوياکلنۍ کې همدا تېره اونۍ له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
هغه د ژوند په اوږدو کې يې د خپل هېواد د په څو وزارتونو کې د وزير په توګه هم دنده ترسره کړې وه.
غازي القصيبي د رياض په يوه روغتون کې د هغې ناروغۍ له امله ومړچې له دوو کلونو راهيسې يې ملګرې وه.
القصيبي په نولس سوه څلوېښتم زېږديز کال کې دې نړۍ ته راغلى و، ده د ژوندانه په اوږدو کې يې د صنايعو،روغتيا او اوبو او اوبو او برېښناوزارتونو وزيري او په انګلستان او بحرين کې د عربستان د سفير په توګه دندې ترسره کړې وې.
دى سره له دې چې د خپل مهال يو پياوړى شاعرو،د مصر له الازهر پوهنتون څخه يې په حقوقو کې لېسانس او د نړيوالو اړيکو په برخه کې د امريکا په کلفورنيااو د انګلستان په لندن کې دماسټرۍ سندونه اخېستي وو.
القصيبي که څه هم لکه چې وويل شول د خپل مهال مهم چارواکى و خو د طبيعي مينې له مخې يې له ادبياتو سره هم خپلې اړيکې تر پايه ژوندۍ وساتلې،له ده څخه شپېته کتابونه په ميراث پاتې دي.
ده په ادبياتو کې پرشاعرۍ سربېره رومانونه او داستانونه هم ليکلي.
د هغه شاعري کلاسيکه وه،په شاعرۍ کې يې د ليبراليزم پلوي ډېره کتل شوې.
وېل کېږي چې دغه چارواکى شاعر له همدې امله د عربستان د ديني کړيوښه نه راته او څو ځله ښکاره او پټو نيوکو سره هم مخ شوى.
القصيبي چې له دې امله د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن تر نيوکو لاندې هم راغلى و،څو ځله د همدې نيوکو او ځينو نورو اختلافاتو پربنسټ د عربستان له شاهي واکمنۍ سره يې اړيکې هم خړې شوې وې.
په اتيايمه لسيزه کې چې ملک فهدپاچا پرسعودي عربستان واکمني کوله،د هغه د حکومت د سخت دريځۍ لپاره غازي القصيبي چې هغه مهال دروغتياوزير و،خپل هېواد پرېښود او بحرين ته يې کډه يوړه.
خو څه موده وروسته يې د يوې قصيدې په ليکلو ترې بيرته بښنه وغوښته چې پاچايې په منلو سره هغه هملته بحرين کې خپل سفيروټاکه.
د غازي القصيبي پرژوند او اثارو کره کتونکي بېلا،بېل دريځونه لري:
مخالفين يې وايي غوځ دريځى نه و،هم د حکومت کړنې يې نه خوښيدې او هم يې ورسره کارکاوه.
خو ملاتړي يې وايي چې ده داکار بايد ځکه کړى واى چې ادبي ګټه يې پکې وه اوهغه داسې چې په عربستان کې له حکومت سره له اړيکو پرته ليکوال خپل اثار نه شي خپرولاى او القصيبي خپله غوڅ دريځي هم د همدې لپاره نه درلوده.