که چېرې د ښځې او خاوند جنسي غوښتنې سره مخالفې وي، نو دغه څلور لاملونه لري

که چېرې د ښځې او خاوند جنسي غوښتنې سره خلاف وي، نو دغه څلور لاملونه لري
ژباړه: ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
 
ډېری داسې جوړې (ښځه او خاوند) شتون لري، چې د دوی کورنی او ګډ ژوند ښه او بريالی وي، خو د جنسي اړيکو او مقاربت په برخه کې سره مخالفت او توپير لري. د بېلګې په ډول خاوند غواړي چې په يوې اونۍ کې څو ځلې جنسي اړيکې تر سره کړي يا دا چې خاوند لېوالتيا لري، ترڅو له خپلې ميرمنې هر شپه يوځای شي، خو په پورته وخت کې د ميرمنې لپاره يې جنسي اړيکې او مقاربت د مجبورۍ له امله او خپله کومه جنسي غرېزه نه لري.

په لنډ ډول ويلي شو، چې د ميرمنې او خاوند ترمنځ د جنسي غرېزې او جنسي مقاربت توپير هغه څه دی، چې خاوند هغه وخت جنسي مقاربت کوي چې د ميرمنې لپاره ستړی کوونکی او د مجبوريت په اساس وي او همدا ډول ميرمن د جنسي اړيکو لپاره لېوالتيا لري، خو د خاوند لپاره د مجبوريت او نه لېوالتيا يې په اساس وي.

په دې ژباړه کې څلور هغه لارې درته په ګوته کيږي، چې ښځه او خاوند له دغه ستونزې خلاصوي او د دوی ترمنځ جنسي اړيکې او مقاربت سره همغږی کوي.

۱- درمل: که چېرې په ناڅاپي ډول د ښځې او خاوند ترمنځ جنسي لېوالتيا او غرېزه سره توپير کوي، نو لامل يې ځانګړې ناروغۍ او درمل په ګوته کيږي. د بېلګې په ډول: که چېرې ښځه او خاوند په داسې ډول سره جنسي مقاربت کوي چې د دواړو په خوښه وي او د دواړو جنسي غرېزه په کې راپورته وي، خو په ناڅاپي ډول د دوی ترمنځ د جنسي مقاربت نه همغږي رامنځ ته کيږي، نو لامل يې درمل او ناروغي ده.

په دې برخه کې څېړنې په ګوته کې چې په ميرمنو کې مياشتنۍ ناروغي، حمل او ځينې نور بدلونونه جنسي لېوالتيا کمزورې کوي. په نارينو کې د ځينو ناروغيو لپاره درمل جنسي هورمونونه ضعيفوي او له امله يې جنسي غرېزه مړاوې کيږي.

۲- جنسي لمسون: که چېرې ښځه او خاوند جنسي مقاربت سمدلاسه پيل کوي او له وړاندې هېڅ دول جنسي تحريک او لمسون شتون ونه لري، نو همدغه او راتلونکی جنسی مقاربت د يوې خوا د خوښې او د بلې خوا لپاره د اجبار په څېر وي. د جنسي اړيکو او جنسي مقاربت په وخت کې بايد دومره فکر د ژوند د ملګري په اړه هم وشي، څومره فکر چې د خپل ځخان په اړه کيږي. جنسي مقاربت بايد يوازې د جنسي غرېزې په پار تر سره نه شي، بلکې له جنسی مقاربت سره دې ټول ګډ ژوند په فکر کې ونېول شي.

۳- په مهال وېش سره دې جنسي اړيکې تر سره شي: که چېرې جنسي مقاربت په هر وخت او په غېرې منظم ډول تر سره کيږي، نو د ښځې او خاوند څخه د يو لپاره ستړی کوونکی کيږي او د دوی ترمنځ دغه اړيکه بې خونده کيږي. که چېرې د جنسي مقاربت لپاره وختونه ځانګړي شي، نو ښځه او خاوند هغه په ياد ساتي او له وړاندې يې ورته لېوالتيا شتون لري. ډېر او هر ځلې جنسي مقاربت دغه چاره په بې علاقۍ بدلوي.

۴- د ځان پاکوالی: دا چې د اسلام په مبارک دين کې هم پاکوالی د ايمان يو شرط بللی شوی، نو اړينه ده، چې د ژوند په هره برخه کې د پاکوالي خيال وساتل شي. هغه خاوند او يا ميرمن چې په نشه يي توکو معتاد وي، ځينې ناورغۍ لري او نورې هغه ستونزې ورسره وي، چې ټولنيز ژوند کې خلک ورڅخه لېرې کيږي، نو په ګډ او شريک ژوند کې هم دغه چارې د لېرې والي سبب کيږي، چې جنسي مقاربت هم له نفرت ډکوي.