
زموږ په ښار کې ښايسته ودانۍ ده، دېوالونه يې سپين او زرغون رنګ لري. دواړه رنګه ډېرې پاکې او سپيڅلې ماناوې لرې. يو د وفا، ازادۍ او رڼا، بل د ښېرازۍ او سوکالۍ.
ددې ودانۍ خلک هم له ورايه پاک ښکاري او سپين پاجونه يې په سر دي. چې دننه ورشي د هر ميز په سر يوخوا ته يو غټ کتاب په زرينو پوخونو کې تړلې دی او د ميز په بله خوا کې يو تن چې سترګې يې په سپين ململ تړلې دې تله په لاس کې نيولې ده.
هو! دا محکمه ده او دا خلک قاضيان دي، پدې ودانې کې د عدل نوم شته،. خلک وايي چې دلته هر چا ته خپل حق ورکول کيږي او داسې انګيرې چې د هر چاسره انصاف کيږي، خو نه داسې نه ده دلته عدل نشته!
ځکه زموږ ژوند د جيګو او ټيټو ډک دی، او دا جيګې ټيټي دي چې د قانون او عدل کتاب يې د چنګاښ په ناروغۍ اخته کړي او ورځ په ورځ پنډيږي، نه دلته د مرګ مخه ونيول شوه او نه د غلا، نه د چا د سپکولو مخه ونيول شوه، او نه پکې د چا عزت په ځای شو. ځکه خو غل او سم دواړه دې تعمير ته په ورتلو وېره لرې او ترېنه نفرت لري ، ځکه دلته غل هم لوټل کيږي او سم هم لوټل کيږي.