
د مليسټې لپاره تر ټولو مهمه ځانګړنه داده، چې هغه باید د کورنیو او بهرنیو استخباراتي جاسوسو کړیو تر ولکې لاندی کار نهوي کړی، د پردیو په دستور د قدرت لپاره یې د خپلو ولسونو وینی تویې کړي نهوي او په هرډول حالاتو کې یې مليدریځ خپل کړی وي.
د تاریخ په اوږدو کې داسې کسان ډیر کم پیدا کيږې، چې د خپل ژوند په اوږدو کې داسې سیاسي/نظامي کړنې ترسره کړي وي او د خپلو ټولو خلکو د ژوند د هوساینې او د کورني او بهرني استبدادي کړیو د خلاصون سبب ګرځیدلی وي او پهدی ډول یې د تاریخ او ملت په ذهنونو کې ځای موندلی وي.
ځینې سیاسي او نظامي شخصیتونه او ملي/مذهبی رهبران د تاریخ په اوږدو کې ډیر بنسټیز او مهمې کړنې ترسره کړي او د تاريخي مسیر په بدلون کې بنسټیز رول لوبولی؛ ځکه دوي د خپلو وړتیاوو او رهبري قوت په کارولو سره د تاریخ مسیر ته بدلون ورکړی او ټولنه یې د هوساينې او یا هم د تباهۍ کندې ته سوق کړې.
د ګرانهیواد افغانستان په معاصر تاریخ کې (افغانستان د خپلواک دولت د تاسیس څخه وروسته، چې د احمدشاه بابا لهخوا يې بنسټ کیښودل شو) د ګوتو په شمېر څو مليشخصیتونه د هیواد په سیاسي تاریخ کې ځلیدلي، چې هریو د تاریخ په مختلفو دورو کې ځینې کارنامې ترسره کړي او لهدې نړۍ څخه یې سترګې پټې کړيدی، چی عبارت دی له:
1. احمدشاه دراني: د اوسني افغانستان بنسټ ایښودونکی، چې په ۱۷۴۷م کال کې یې د افغانستان د دولت بنسټ کیښود او د افغانستان ملت ته یی مشخص او لوی جغرافیایي قلمرو ور په برخه کړ او افغانانو ته یې مليحاکمیت او هویت وبخښله، نوموړی په کال ۱۷۷۲م کال کې ومړ.
2. غازي محمداکبرخان: د افغان او انګلیس د لمړنۍ جګړې اتل، چی په ډیره زيرکتيا سره یې د انګلیس سیاسي استازی مکناټن شومې او مردودې دسیسې شنډې کړې او په مخامخ جګړه کی يې هغه ته ماتې ورکړه، د انګریز اشغالګرې قواوې يې دیته اړ کړې، ترڅو ژر تر ژره له افغانستان څخه ووځي، چې پایله یې د یوې اوونۍ په اوږدو کې د انګریزي قواوو ۱۶زره جنګي عساکرو څخه یواځې یو تن د ډاکټر برایډن په نوم ژوندی ووت؛ هغه هم په ټپي حالت کې یې ځان د جلالآباد نظاميکمپ ته ورساوه، ترڅو خپلو بادارانو ته د خپلې خونړۍ ماتې خبر ورسوي.
3. غازي ایوب خان: د میوند د جګړې فاتح په دوهمه جګړه کې د افغانانو او انګریزانو ترمنځ د افغانی قواوو د فوځ سر اعلی قومندان په توګه خپله زړورتیا په ډاګه کړه او د هلمند ولایت د میوند په دښته کې يې
انګریزانو ته ماتې ورکړه، چې په پایله کې یې انګریزان دېته اړ کړل، ترڅو له افغانستان څخه پښې سپکې کړي.
4. غازي امانالله خان: دافغان خوځښت د ټولنې رهبر چې د افغانستان د سیاسی خپلواکۍ د ترلاسه کولو پهپار یې د انګلیس قواوو پر وړاندې د جګړې اعلان وکړ (۱۹۱۹م)، چې د افغان ځوانانو د سرښندنې په پايله کې انګلیسي قواوې له یوې میاشتې وروسته د راولپنډي معاهدی لاسلیک کولو ته غاړه کیښوده او د افغانستان سیاسي خپلواکي یې په رسمي ډول ومنله.
5. سردار محمدداود خان: د اعلیحضرت ظاهرشاه د حکومت لومړی وزیر (۱۹۵۳-۱۹۶۳م) او د هیواد لمړی جمهور ریس (۱۹۷۳-۱۹۷۸م) هم یو له مليسټو څخه شمیرل کیږی، چې د افغانستان د پرمختګ لپاره یې نه ستړيکیدونکي هلې ځلې کړېدي، سربیره پردې محمدداود خان یو زړهور او باغروره شخصیت ؤ، چی د ثور د اوومی کودتا پر وړاندې یې ۳۰ ساعته جګړه وکړه او د خپل کلک عزم له امله کودتاچیان ورته د تسلیمیدو وړاندیز وکړ، خو سردار محمدداود خان وویل، چی زه به هیڅکله هم کمونستانو ته تسلیم نهشم. د سردار محمدداود خان دا کړنه ملت ته یو درس و، چی څوک باید هیڅکله هم باطل ته تسلیم نهشی؛ محمدداود خان د خپل افغاني شهامت، غرور او زړهورتیا د ساتلو لپاره نه یوازی خپل ځان قربان کړ، بلکه د خپلې کورنۍ ۱۷غړي د افغاني کلتور د ساتنې پهپار قرباني کړل. سردار محمدداود خان په نړیواله کچه هم له نورو دولتونو سره د افغاني شهامت او زړهورتیا د فرهنګ لهمخی اړیکې ساتلې، چې ښه بیلګه یې د روسیې او پاکستان دولتونه دي، چی هیڅکله هم د هغوئ تر اغیز لاندې رانهغی، نوموړی د زړهورتیا او افغاني غرور په لرلو سره هیچاته د غلامۍ سر ټیټ نهکړ او تل هسکه غاړه ګرځیده.
د یادونې ده چې د ملي شخصیتونو ترڅنګ نور محلي لوړ شخصیتونه او اتلان هم شته، چی د ګرانهیواد د آزادۍ لپاره یې کلکه مبارزه کړې؛ لکه میر مسجدي خان کوهستاني، عبدالله خان اچکزایي، امینالله خان لوګري، میربچه خان کوهدامني، عبدالقادر خان اوپیانی، غازي محمد جان خان، غازی میر زمان خان کنړی او داسی نور...