په حکومتونو کې عزل، نصب او استعفا یو معمول اصل دی

په حکومتونو کې عزل، نصب او استعفا یو معمول اصل دی؛ اما په دې برخه کې سلیقوی‌چلند د ملت درد نه‌شي دوا کولای!

امنیتي‌ځواکونه په ټوله کې د ‌هیواد او په ځانګړي توګه د پلازمینې کابل د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي؛ د حامد کرزي له ریاست څخه تر دی دمه د امنیتي‌ځواکونو په ځانګړي توګه د کشفي‌ارګانانو د مسلکي‌توب په برخه کې هیڅ د پام‌وړ کار نه ترسترګو کیږي، دلته دا کار ځینې هغه کړۍ ترسره کوي، کوم چې نه‌غواړي په افغانستان کې تل‌پاتې ټیکاو رامنځته شي او دا کړۍ د حامدخان کرزي له ولس‌مشریزې دورې څخه د ملي‌وحدت تر حکومته پورې، خپله پراخه او هر اړخیز فعالبتونه ترسره کړي او کوي یې، حال‌دا چې همدا کړۍ د دواړو نظامونو په مهمو پوسټونو کې کار کوي؛ که حکومت په رښتیا غواړي چې افغانستان له‌دې حالت څخه وژغوري او دلته تل‌پاتې ټیکاو رامنځته شي نو د خپلو کشفي‌ارګانونو پرمټ دې د دغو جاسوسانو په اړه پلټنې پیل کړي او د دوئ هویت افشاء او عدلي او قضایي ارګانونو ته دې ور وپیژني؛ ترڅو هیڅوک د قدرت او پیسو په‌پار د افغانانو د وینې تویولو جرئت ونه‌کړي.

له بلې‌خوا افغانان هم باید د خپل دولت پر وړاندې خپل مسوولیتونه درک او له خپلو امنیتي او کشفي ارګانونو سره خپلې مرستې و نه‌سپموي، ځکه چې له‌دې پرته د تل‌پاتې ټیکاو رامنځته کیدل یو خوب دی او بس!

د ګران‌هیواد افغانستان دښمنان د همدې جاسوسانو پرمټ د افغانانو ترمنځ د یووالي د له‌منځه وړلو او د بې‌اتفاقۍ د رامنځته کولو په‌پار خپل هیڅ ډول هڅه او تلاښ نه‌سپموي؛ حکومت باید ددې ډول خلکو پر وړاندې هم خپله تګلاره روښانه او په عمل کې پلي کړي، له بده‌مرغه اوسنی‌نظام پدی هکله هیس کوم د پام‌وړ اقدام نه‌دی کړی.

که چیرې حکومت په ریښتني توګه اراده لري، چې افغانستان له دې شته ستونزو او ننګوونو څخه وژغوري، لومړی باید د افغانستان شرایطو ته په کتو د ځان لپاره لومړیتوبونه وټاکي او باید د خپلو ستراتیزیو او پالیسیو د پلي کولو لپاره په کلیدي بستونو کې وړ او مسلکي اشخاص د روابطو پر بنسټ نه؛ بلکې د هغوئ د ضوابطو پر بنسټ په دندو وګماري؛ ترڅو دغه کړکیچ مدیریت او په پایله کې د ملت باور ترلاسه کړي، په‌دې کار سره به ملت هم دولت خپل وګڼې او شته واټن به له‌منځه لاړ شي.

دا چې په هیواد کې وروستیو پیښو د خلکو پر ‌ذهنونو منفي اغیز کړی او حکومت د خلکو له کلکو غبرګونونو سره مخ شوی، حکومت غواړي په‌دې ډول شرایطو کې له ملت څخه د ځان ژغورلو په‌پار په امنیتي‌ارګانونو کې بدلون رامنځ‌ته کړي، د حکومت دا کړنه د ستاینې ده؛ اما په دغه برخه کې سلیقوی‌چلند د ملت درد نه‌شي دوا کولای.