
روهي (درې نۍ/۱۳ د وږي)، نن ورځ د پاکستان پارلمان د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره نوماندانو ته رايه ورکړه چې د د تحريک انصاف ګوند نوماند ډاکټر عارف علوي دغه څوکي وګټله.
له علوي سره د پاکستان د خلکو ګوند څخه اعتزاز احسن او د جمعيت علماء پاکستان له ګوند څخه مولانا فضل الرحمن نوماندان وو.
ډاکټر عارف علوي د پاکستان ديارلسم ولسمشر وټاکل شو.
د ياودنې وړ ده، چې تحريک انصاف ګوند په پارلماني ټاکنو کې له نورو ګوندونو د ډېرو په اخېستلو سره وتوانېد چې د لومړي وزير او ولسمشر څوکۍ خپلې کړي.