مولانا فضل الرحمن د پاکستان ولسمشرۍ څوکۍ ته نوماند دی

روهي (درې نۍ/۱۳ د وږي)، د جمعيت علماء پاکستان مشر مولانا فضل الرحمن له دوه نرو کسانو سره د پاکستان ولسمشرۍ څوکۍ ته نوماند دی.

له مولانا فضل الرحمن سره دغه څوکۍ ته د تحريک انصاف ګوند څخه عارف علوي او د پاکستان د خلکو ګوند يا پيپلز پارټۍ څخه احسن هم نوماندان دي.

دغه درېيو کسانو ته به د پاکستان پارلمان رايه ورکړي او يو به ورڅخه ولسمشر وټاکل شي.

د پاکستان پارلماني ټاکنې تېره مياشت تر سره شوې چې د تحريک انصاف ګوند تر نورو ډېرې څوکۍ لاس ته راوړي او وروسته يې پارلمان عمران خان د لومړي وزير په توګه وټاکلو.