د ننګرهار د عامې روغتيا په روغتون کې څه تېرېږي!؟

ليکوال: معلم دردېدلى
د ننګرهار ولایت عامې روغتیا روغتون چې د جلال آباد په ښار کی موقیعت لری سربیره د یاد ښار څخه د نورستان ، لغمان او کونړ ولایتونو ناروغان هم ددرملنې لپاره راوړل کیږي. درنو لوستونکو زه څو ورځې وړاندې له يوه ناروغ سره ياد روغتون ته ددرملنې په موخه ورغلى وم، اوس مې چې څه ليکلي دي د خپلې انساني عاطفې او خواږۍ له مخې هغه څه چې ماليدلي او رښتينې بڼه لري ليکلي دي. زه له هېچا سره شخصي خصومت او مخالفت نه لرم ولى د يو مسلمان او افغان په صفت دا جرات کولى شم چې يو څو کرښې تورې کړم.
ګرځنده ټيلفون کې مې ټالۍ راغله، اړيک شمېره مې و پېژنده زما د يو ملګري وه، د خبرو کولو تڼې مې کېکاږله:
په وارخطايۍ يې وويل: سلام معلم صيب! پلار مې سخت ناروغ دى په بيړه د عامې روغتيا روغتون ته ځان راورسوه!
د اړيکې تر پرې کېدو وروسته، سمدواره روان شوم، روغتون ته زما د رسېدو سره سم هغوی هم لوى وره ته راورسېدل. د سرونو په خوځولو مو روغبړ وکړ او رسا د داخله واټ پر لور د یو بل نه په پوښتنې روان شو، د ناروغ حالت ډېر باريکه و په څلورو تنو مو زنګېدلى روان کړى و؛ خو کله چی واټ ته داخل شو؛ نو پیره دار د خپل چپ لاس په اشاری سره وویل: چی دروازې ته لاړشئ! کله چی دروازی ته لاړو هلته يو بل تن وویل: چې ناروغ مو داخله واټ ته انتقال کړئ! له ناروغ سره راغليو څلورو تنو لکه د سیل نه ورکې مرغۍ یوې او بلی خواته منډې رامنډې وهلې خو په ټوله عامه روغتیا کی دومره څوک نه وه چی ترى پوښتل شوي  وای، چې څه وکړو يا چېرته لاړشو؟
وروسته د شل پنځه ویشتو دقیقو څخه واټ ته داخل شو؛ خو ډاکټر یا کوم نرس نه ترسترګو کیده. کوم ځای، چې د نوکریوال لپاره ځانګری شوی و، هلته په چت کې یو ځوړ پکي د ورایه ټالۍ وهلې؛ خو داسې څوک نه و، چې ترې مو پوښتلی وای(!)
څو شېبې وروسته يو سپینې چپنې والا راغی، دى ډاکټر و. وې ويل: د ناروغ د زړه ګراف دې ووېستل شي! ناروغ مو ګراف اخيستلو خونې ته داخل کړ. ډاکټر وويل: ستاسې په ناروغ قلبي حمله راغلې، زه درته ديوې پيچکارۍ نوم ليکم لږ ګران بيه ده ٧٠٠٠ روپۍ کېږي.
تر څنګ يې يوبل تن ولاړ ډاکټر وويل، چې د فشار اله پکار ده. دى نور له خونی څخه ووت او په دری څلورو خونو داخل شو. هرې خونې ته په رسېدو به يې پوښتل: د فشار اله دلته ده؟ ځواب به ترغوږ شو ((نه)) حيرانوونکې خو داوه چې په ټول واټ کې د فشار يوه اله نه پيدا کېده. وروسته تر ډېرې سرګردانۍ يې وموندله.
فشار نورمال نه و؛ خو ډیر افسوس دلته دی، چی ایا د یو عاجل ناروغ په لومړنيو معايناتو دې دومره وخت ضایع شي، چې د هغه صحت دې له بدو بدتر شي؟ ايا دناروغ درملنه په دی ډول وي؟
بس دځینو دوستانو دی کور اباد وی یو او بل ته یی تیلفونونه وکړل او دڅو لحظو وروسته څلور پنځه نور سپینو چپنو ولا پیدا شو چاسره کتاب او کتابچه په لاس وه، چا خپل ځوړ دستکول په لاس کې نيولى و او داسی ښکاریدل چې یا خو نوى فارغ شوی وي یا خویې خپل منطر پخولو.
دا د شپې نهه بجو شاو خوا دی ناروغ دپیچکاری لاندی پروت دی او دخبرو غورزیدلی په لسو بجو شاو خوایی تری دپیچکار‌ۍ ستنه وویستله او ډاکټرله خونی څخه بهر شو، په دی خونه کې څلور داسی چپرکټونه پراته وو، چی یو ناروغ په اړخ اوړي؛ نو په اوازې يې تر څنګ بل ناروغ د خوبه راپاڅیږي.
په چپرکټونو کې د دوشک پرځای اسپنج ډوله دوشکې پرتې وې، چی پر چرم پوښل شوې وې پکی اوارې وې، چی د څو دقیقو وروسته ملا باندی داسی بد تاثیر کوي، چې ته به واې د اور په تخته پروت يې.
ددوشکو څخه راوتلي اسپنجونه د ورایه ښکارېده، له پاسه پرې خړ رنګه روي جایي غوړېدلى وې، چی ډیرو خیرو یې رنګ تورګرځولی وو، دچپرکټونو لاندی دخځلو لپاره ستلونه ایښودل شوي وو او داسې مچان پری بڼیدل تابه ویل چې دښار په کوم ډیران می شپه ده.
د خونې چتونه غڼو په خپلو جالو سره پوښلی وو، د غومبسو په شان ماشې دشپې لخوا غوږونو ته بنګیدل او بیچاره ناروغان پراته وو؛ ځکه بله چاره نه وه او دوی په عامه روغتیا کی تداوی کیږی!
ناروغانو فېروزيي رنګه جامې په تن کړې وې، چی خیرو يې رنګ فولادي ګرځولی و.
په روغتون کې زما په دوه ورځو شتون کې خو د يوه ناروغ جامې هم وينځلو ته نه وې وړل شوې. د ناروغانو بیولوژیکي وضعه په ظاهراً داسې ښکاریده چې ګوندی لیوانیان دي یایی کوم جرم کړی او په کومه کنډواله کی پراته وي.
په ټوله شپه کی د ناروغ پوښتنه نه وه، که هغه به هرڅومره په تکلیف و، که ډاکټر پسی به ګرځیدل نو په همدی واټ کې به يې ځان داسې غایب کړ لکه موږک چی په خپله سوړه ننه وځی.
ټوله شپه داسی سپو غپل، چې سړي به فکر کوه: عامه روغتیا نه ده، بلکې د سپوروزنتون دى، هېڅوک ترې دواټ څخه بهر خوراکی توکی نشی ایښودلای او نه تری ناروغان خوب کولای شي.
د ناروغانو درفع حاجت ځای(اړین ځای) هم دهمدی واټ په دهلیز کې و، داسی اړینځایونه وو، چی ټوله شپه یی بویونه داخل دخونه کې حیس کیدل او کله چی به رفع حاجت لپاره خپله او یا د ناروغ لپاره تللې؛ نو تر دوه دری ساعته پوری به دې له بدن نه د ګندګيو بوي حس کېده.
شپه مو په ډېره سختۍ تېره کړې. ګهیځ شو او په ۷ بجو یو نفر چې سپینه چپنه یې په ځان وه که چیری دچپنې غاړه ګرول شوای وای نو ناروغانو دبدن څخه پکی په زیاته پیمانه خیری موجود وو،
پرغوږونو یې یوه لویشت ویښته ولاړ وو دپزی ویښته یې په پاسینۍ شونډه لګیدل او دکالو خیری یی خړې پړې چپنی پټ کړی وو په داسی حال خونی ته داخل شو چې سلام خو خپله وانه چوو خو دچلا سلام یی هم نه اخیسته او پرته لدی چی دنارغانو د صحت په اړه وپوښتی په ډیر بد چلند یی فشار ولید او لاړ. دى پخپل خيرن ځان ته دومره غره و، چې تابه ويل د کوم نړۍ وال روغتون فروفيسور دى؛ خو که ظاهره د بزازۍ څلور لارې ته تللى واى؛ نو ګومان نه کوم که چا د مزدورۍ په موخه هم بيولى واى. ده خو دهمدی ملت په وینو فاکولته لوستی او دهمدی خاوری بچی دی نوبیا ولی مونږ پردو څخه ګیله وکړو؟دامو دخپل خاورې ثمره ده.
تر ده وروسته خادم دخپلی لکړې سره راغی او هغه دمیوو پوټکی چی ټوله شپه تری مچان چاپیره ول دخونی بهر کړل او دخونی په غولی کی یې لمده جارو ووهله خو دنوموړی جارو دومره بد بوی کاوه چې په خونه کې ګذاره ګرانه وه خو چاره نه وه څو لحظې وروسته همدی خادم چې ځایونه یې پاکول په یو دا سی ستل کی شیدی راوړی چې خونی ته په راتګ یی دواټ ټول مچان د شیدو له ستل نه چاپیر ول، خونی ته داخل شو او دلاسونو څخه داسی ښکاریده چې دصفاکاری وروسته یی لاسونه هم نه وي پریمینځلی؛ خو شیدی یی ناروغانو ته ورکړی. اوس نو دورځې اته بجې وې، زه چې ټوله شپه نارامه وم نور د ودرېدلو نه وم د خپل دوست تر ډیر ټنګار وروسته داستراحت لپاره کور ته لاړم.
استراحت مې زړه نه غوښته ځکه دیوې خوا دناروغ وضیعت خراب وو او دبلی خوا دعامې روغتیا په بیسواده ډاکټرانو باورې نه وم کور کی می دیوګیلاس چای ترڅښلو وروسته خپلی جامی بدلی کړی او بیا د عامی روغتیا روغتون په لور روان شوم.
په ټوله لار دځان سره فکرونه او سوچونه کوم چی یو خروار کومکونه دی خاوری ته رغلل خو په دی وطن کی دڅو تنو غلو لخوا چورشول.
له بلې خوا دی خدای په ښار کی جوړو شويو میديا ګانو خاوندانو ته انصاف ورکړی چی دسهار څخه ترماښامه ټوله ورځ په ډول او سورني تیروي او داسی مهم راپورنو ته پاملرنه نه کوی. خدای دی پری رحم وکړی او ددی دردلی ولس دی خدای پوښتنه وکړی.
عامی روغتیا ته په داسی حال کی ورسیدم چی دمازیګر ازانونه اورېدل کېدل. دناروغ دلیدو لپاره ورغلم خو ناروغ یوې بلی خونی ته وړل شوی وو هغې خونی ته ولاړم چې دوه کاږه واږه چپرکتونه پکی پراته وو ددخلیدو سره سم می سترګی په یوه خالی چپرکټ ولږیدی چې دپاسه پری فیروزه یی خیرن کالی پراته وو چی پرتوګ یی دناروغ په ډکو بولو زیړ و، همالته په بل چپرکټ کې اچول شوی و.
روجایی هم دماشوم دروڼی په شان لړلی وه دا نو معلومه نه وه، چی ددی کالو ناروغ به ددی عامی روغتیا څخه مړ وتلی وو او که ژوندی او دڅو ورځو راپه دی خوا به دا کالي پراته وو ځکه کالۍ داسی معلومیدل چی یوه یا نیمه اونۍ پری تیره شوی وي ، په همدی خونه کی تشناب هم موجود وو چئ په داخلیدو به د مکتبونو کناربونه رایاد شو، بد بوى، ککړ دیوالونه او لمده بل يې د سړي زړه بده و.
دا زه صرف دیو واټ خبره یادوم په نور دهلیزونو او واټونو کې به څه حال وی؟ څومره کسان به هره ورځ قتل کیږی ؟ ځکه زما په دوهمه شپه یوه ښځینه ناروغه چې چغو یی ټول ناروغان دخوبه راویښ کړل په دوه نیمو بجو دشپی روغتون ته راوړل شوه؛ خو بیچاره ناروغه او ورسره پیوازان کله ددهلیز یو سر او کله ددهلیز بل سرته تلل؛ خو هیڅوک نه و چی دنوموړې بیچاره علاج یی کړای واى. یو سپين ږيري بابا ټوله شپه دواټ دروازې سره خوبونه وکړل ولا که يې دومره غم هم کړى وي چې هسې نه کوم ناروغ ته څوک ضرر يا اذيت ورسوي؛ ځکه چې دا خو دده دنده وه چې له هر راتلونکي کس نه يې پوښتنه کوله او لار ښوونه يې ورته کوله.
وروسته له یو ساعت څخه یو سپینی چاپنی والا پیدا شو، نو تاسی فکر وکړئ، چی ناروغ دومره وکړیږی هغه به له خپل ژوند نه بېزاره نه شي؟
هى هى!! اخر دا ډاکټران ټوله شپه کوي څه او دا محترم رئيس ولې ددې دومره لوى روغتون لپاره تر اوسه پورې عاجل وسايل نه دي ترلاسه کړي؟ اخر دده دنده څه ده! يوځل خو دې د مسووليت له احساسه د شپې لخوا په پرتو بېسترونو کې د ناروغانو ليدنه وکړي کنه، ولې دوى ته د انسان ژوند اهميت نه لري!؟
درنو لوستونکو که ستاسی باور نه کیږی د خپلې انساني همدردۍ له مخی یوه شپه په عامه روغتیا کی تیره کړئ! بیابه تاسې ته زما خبرې څرګندې شي، چې ايا ما دا هر څه ددرد له امله ليکلي او که خوشې خپل او ستاسې وخت مې ددې ليکنې په ليکلو او لوستلو ضايع کړى!!
خدای دی په دی بیچاره، خوار او زار ولس خپل رحم وکړی او هغه څوک چی دی ولس درد نه شي درک کولى د رنځ درملنه يې نه شي کولى خداى دى خپله و دردوي تر څو د نورو له حاله خبر شي.
امين ثم امين