
روهي (يوه نۍ/۱۱ د وږي)، د امريکا متحده ايالتو حکومت تېره ورځ اعلان وکړ، چې د پاکستان له حکومت سره يې خپله ۳۰۰ مېليوني ډالر مرسته د يو ناټاکلي وخت لپاره ځنډولې ده.
تېره ورځ د پنټاګون ویاند ډګروال کن فالکنر ويلي، چې د امريکا د پوځ د پرېکړې په اساس دغه مرسته ځنډول شوې ده او پر ځای به يې په نورو ځايونو کې ولګوي.
امريکا د پاکستان په هغه سياست او پالېسۍ نيوکه او شک لري، چې په افغانستان او سيمه کې يې د ترهګرو او وسله والو پر وړاندې کوي.
د امريکا او پاکستان ترمنځ سياسي او پوځي اړيکې د روان کال په سر کې هغه وخت کړکېچنې شوې، چې ولسمشر ټرمپ پاکستان له امريکا سره په دوه مخۍ تورن کړ.