عندليب تالاش دير
نن مې بيا جذبه نشه شوه ، نن مې بيا سوے ارمان دے
نن مې بيا فکر بوږنيګی ، نن مې بيا په سر تالان دے
نن مې بيا ژبه پولۍ شوه ، نن مې بيا تلی تڼاکې
نن مې بيا احساس خفه دے ، نن مې بيا په هوش لړزان دے
نن مې بيا زهر ګوټلی ، نن مې بيا مرګی ته زړه دے
نن مې بيا ضمير راګير کړم ، نن مې بيا عقل حيران دے
نن مې بيا سلګۍ په خله کې ،نن مې بيا په شونډو پاړ دے
نن مې بيا نظر لمبه شو ،نن مې بيا ستړے وجدان دے
نن مې بيا وينه ارزانه ، نن مې بيا چغه بې قدره
نن مې بيا زخمونه خاندی ، نن مې بيا په غم ګزران دے
نن مې بيا خواهش وژلے ، نن مې بيا جنت ګټلے
نن مې بيا په کور کې لوږه ،نن مې بيا کلے زندان دے
نن مې بيا جبر ليدلے ، نن مې بيا بې خودی اوکړه
نن مې بيا په نمر سفر دے ، نن مې بيا سيورے د ځان دے
نن مې بيا زړه کې ماتم دے ، نن مې بيا سترګې وريږی
نن مې بيا سينه غلبيله ، نن مې بيا څيرې ګريوان دے
نن مې بيا په غږ بنديز دے ، نن مې بيا خاموشی اوکړه
نن مې بيا په خوب کې تير شو ، نن مې بيا بايللے شان دے
نن مې بيا محرومۍ تنګ کړم ، نن مې بيا مايوسی وژنی
نن مې بيا بغاوت اوکړو ، نن مې بيا هغه اعلان دے
نن مې بيا قلم ګوزار کړ ، نن مې بيا ټوپک ته لاس کړ
نن مې بيا په خاوره جنګ دے ، نن مې بيا عزم سندان دے
نن مې بيا مينه پړده کې ، نن مې بيا کينه څرګنده
نن مې بيا وصال غوښتلے ، نن مې بيا برخه هجران دے
نن مې بيا دړدونه پنډ کړل ، نن مې بيا سفر ته فام شو
نن مې بيا صبر تمام شو ، نن مې بيا منزل اسمان دے
نن مې بيا اننګی زيړ دی ، نن مې بيا تندے تريو کړے
نن مې بيا عندليب ژاړی ، نن مې بيا په باغ خزان دے
وروستي