امريکا په منځني ختيځ کې له پنځه مېلېونه فلسطیني کډوالو سره مرستې بندې کړې

روهي (نۍ/۱۰ د وږي)، د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت ويلي دي، چې حکومت يې نور په منځني ختيځ کې له فلسطیني کډوالو سره مرسته نه کوي.

د بهرينو چارو وزارت وياندې هیدر نارټ ويلي دي، چې امريکا پخوا د ملګرو ملتونو د ګډوالو ادارې له لارې په منځني ختيځ کې نېږدې له پنځه مېلېونه فلسطیني کډوالو سره مرستې کولې چې اوس يې بندې کړې دي.

امريکا د مرستو د بندېدو لامل د ملګرو ملتونو د ګډوالو ادارې يا (اونروا) نمګړتياوې ښوودلې دي، خو په فلسطين کې د امريکا دغه پرېکړه له نيوکو سره مخ شوې ده.

د يادونې ده چې د ملګرو ملتونو اونروا ادارې په اردن،‌ لبنان،‌ سوریه او فلسطیني کې له فلسطيني بې ځايه شويو سره مرستې کولې، چې اوس يې برې بندې کړې.