
یو پراخ ملي – پښتني غورځنګ په سیمه کې پیل او ځواکمن کیدونکی دی. هغه غورځنګ چې په سیمه کې به سیاسي جغرافیا ته په بشپړه توګه بدلون ورکړي. پښتني نشنلیزم مخ په وده او ځواکمن کیدونکی دی.
دا غورځنګ ددې د پاره را منځته کیږي چی په سیمه کې د پښتنو روا حقوق تامین او د استعمار پاتې شوني ادارې ( پنجاپ ) څخه ځانونه وژغوري. د پښتنو غورځنګ یو ملي سراسري غورځنګ دی ، چې موخه یې یوازې او یوازې خپل بشري حقوق او ملي خپلواکي ده.
ددې غورځنګ موخه په سیمه کې د پښتنو او بلوڅو د روا حقوقو تامین او د ډیورینډ د منحوسې کرښې د ستونزې اواری دی. باید ووایو چې ترهغه چې پښتانه او بلوڅ په بشپړه توګه د خپلو روا حقوقو ( ازادی په ګډون) څښتانان او د ډیورینډ منحوسې کرښې موضوع اواره شوي نه وي تر هغه په سیمه او نړۍ کې د سولې او ثبات راتګ ناممکن دی.
د کابل اوسني ادارې په بشپړه توګه د پښتونستان مسلې او یا د ډیورینډ د منحوسې کرښې مسلې ته شا کړیده. چې دا ډول حرکت د پنجاپی استعماري – تروریستي رژیم په ګټه ، او د افغانستان د خلکو د ملي ګټو په خلاف ده.
پنجاپی استعماری تروریستی – استعماري ادارې ته د ډیورینډ په منحوسه کرښه د اغزن تار د غزولو موقع ورکول او د پنجاپی استعمار له خوا د کرښې ها خوا د پښتنو او بلوڅو ځپلو باندې د سترګو پټول ، دا هغه څه دي چی د کابل ادارې توره کرغیړنه څیره خلکو ته په ډاګه کوي.
د وږي یا سنبلې نهمه نیټه په کابل کې د پښتونستان د ورځې په ویاړ نمانځل کیږي. تر څو د پښتنو د حقه حقوقو یادونه تر سره شي.
په کابل کې د ډاکټر نجیب الله حکومت تر استعفا پورې دا ورځ د دولت له خوا په رسمي توګه نمانځل کیده . خو وروسته د کابل واکمنانو دا ورځ په بشپړه توګه تر ننه هیره کړي ده .
د کابل له خوا د پښتونستان مسلې ته شا کول ، کومه ناڅاپي خبره نه ده:
د پښتنو په ټولو سیمو کې د وینو لښتي بهیږي. پنجاپی تروریستي – استعماري، ایراني پراختیا غوښتونکی رژیم او په افغانستان کې متعصبې د پښتنو ضد مزدورې کړۍ د تور مثلث په رامنځته کولو سره هڅه کوي چی په ټولو پښتنو کې د حق ، عدالت او ازادی غوښتنې غږونه چوپ کړي.
په تیرو اویاو کلونو کې د کابل حکومت د ډیورینډ د منحوسې او تحمیلي کرښې د له منځه وړلو او یا د پښتونستان د ازادی له پاره په مبارزه کې هیڅکله صادق نه و، او نه دی.
باید ووایو چې په تیره نیمه پیړۍ کې د پښتونستان ورځ د کابل له خوا یوازې په نمایشي توګه نمانځل شوي ده او هڅه شوي ده چی په دې توګه پښتانه او بلوڅ دوکه کړي.
د کابل له خوا د پښتونستان د ازادی او یا د ډیورینډ د منحوسې کرښې د نه منلو ادعا ګانې ټولې نمایشي او تیر ایستونکي دي . کابل تر ډیره بریده په پټه د پښتنو او بلوڅو په وړاندې د پنجاپی استعمار پټ ملاتړ کړی او تر ننه دا ملاتړ روان دی.
خو د نړی او د سیمې تاریخ دا ثابته کړي ده چی ملي خپلواکی غوښتونکي غورځنګونه هیڅکله نه ماتیږي البته د ستونزو او کړاونو سره مخامخ کیږي. خو ملی خپلواکي غورځنګونه بلاخره بریالي کیږي.
د نن څخه ۷۱ کاله مخکې (۱۹۴۷ - جون ۲۱) د بنو په سیمه کې د پښتنو د لویی جرګې فیصله وکړه چې پښتانه نه د هند سره یو ځای کیږي او نه د پاکستان سره . د دې جرګې د فیصلی سره سم پښتانه باید په اسلامی اوصولو ، دموکراسی او عدالت ولاړ یو دولت رامنځته کړي.
د همدې فیصلې په بنسټ د پښتنو د ازاد هیواد بنسټ د پښتنو ستر مشر حاجی میرزالی خان له خوا د وزیرستان په ګرویک کې کیښودل شو. او د پښتونستان بیرغ د پښتونخوا په زیاترو سیمو کې په راپیدو شو.
مګر د کابل ګوډاګي مرتجع رژیم ، د انګستان استعماري ادارې ، پنجاپي پاشیستانو او ایراني پراختیا غوښتونکو ټولو په ګډه د پښتونستان د خپلواک هیواد د جوړیدو په لاره کې خنډونه راپیدا کړل.
د کابل ارتجاعي ادارې د انګلیسی استعمار ګډه هڅه وکړه چې د پښتونستان د ازاد هیواد د جوړیدو لوی مفکر (حاجی میرزالی خان) او د هغه د سنګر ملګري له منځه یووسي مګر په دې بریالی نه شول ، خو د ازاد پښتونستان د جوړیدو په لاره کې یی خنډونه رامنځته کړل.
د هغې ورځی را پدې خوا د پنجاپی استعمار تر واک لاندې پښتنو د بریتانیا د لا س پوڅی هیواد په وړاندې ، خپلواک پښتونستان د جوړیدو له پاره مبارزې کړي او په دې لاره کې یی ډیرې قربانی ورکړي دي.
د مغولګي او بابړې شهیدان لومړنی شهیدان دي چې د خپلواک پښتونستان د جوړیدو له پاره یی سرونه قربان کړل. خو اوس حالات بل شانته دي.
په سیمه کی حالات ډیر په چټکتیا سره بدلیدونکي دي. پنجاپي استعمار او ایرانی پاشیزم هڅه کوي چې په سیمه کی د خلکو په ګټه د نویو بدلونونو مخنیوی وکړي. د کابل دربار هم تر ننه پورې د نوموړی استعماری – پاشیستی حکومتونو د اجنداو سره سم حرکت کړی دی.
مګر اوس حالات بدل شوی دی نړی په یوه کلی اوښتی ده.د حق او عدالت له پاره د غږ اوچتیدو مخنیوی کول ډیر ستونزمن دی. که څه هم د ملګرو ملتونو له خوا اوس کوم هیواد د استعماری هیواد په توګه په رسمیت نه پیژندل کیږی مګر بیا هم استعماری هیوادونه لکه پنجاپی استعماری اداره( پاکستان) وجود لری چی د مختلفو اولسونو او سیمو اشغال ته دوام ورکوي.
د پنجاپي استعماري – تروریستی ادارې په وړاندې د پښتنو مبارزې د پخوا په شان روانې دي خو کله وار یې بڼې بدلې شوي دي. خو تر ننه پورې پښتنو د پنجاپي استعمار غلامي نه ده منلي.
د پنجاپی استعمار لاندې پښتنو او د نړۍ په نورو برخو کې د پښتنو د عدالت غوښتنې غورځنګ ډیر ځواکمن شوی دی. په نړیواله سویه د پښتنو غورځنګونو دا په ډاګه کړه چې د پنجاپ استعماري – تروریستي اداره ، یوه جنایت کاره پاشیستي اداره ده چې د نورو توکمونو د پاره یی هغه هیواد په دوزخ اړولی دی.
دې غورځنګ نړیوالو ته په ډاګه کړه چی په سیمه کې د تروریزم او کلونیالیزم د له منځه وړلو د پاره اړینه ده چې د پنجاپ تر واک لاندې مظلومو خلکو ته د خپل برخلیک د ټاکلو حق ورکړل شي.
لدې امله یو نوی هیواد او یا څو نوي هیوادونه د پنجاپی استعماري – ترویستي ادارې د ړنګیدو په صورت کې ډیر ژر را منځته کیږی ، چی ددی هیواد او یا هیوادونو په رامنځته کیدو سره نړیوالی سیاسی – پوځي معادلی او اقتصادی حالات بدلون ومومي. دا هیواد او یا هیوادونه به ددی سبب شی چی یو شمیرنړیوال قدرتونه د خپل پخوانی پرتم څخه را وغورځي .او د هغه په ځای به په سیمه کی نوی ایز ځواکونه را منځته شي.
ددی هیواد په رامنځته کیدو سره ، د سیمی په سیاست کی به یوازې د هند او چین خبرو او نظر ته اهمیت نه ورکول کیږي بلکی همغه نوی رامنځته شوی هیواد به هم د سیمې په سیاستونو کی مهم ځای ولري. هغه مهال به د پاکستان او ایران ارزښت د پخوا څخه کم شوی او په سیمه کی به دریمی درجی هیوادونوته را ټیټ شوي وي.
د پښتنو هیواد کوم یو مصنوعی هیواد نه دی بلکی تاریخ لری تاریخ یی په زرګونو کلونو دی مګر یو شمیر استعماری او مزدوری کړۍ هڅه کوي چې ددې هیواد په موجودیت او نوم باندی سترګي پټي کړي.
زرګونو کاله مخکی دا هیواد پښتیخا نومیده ، اته سوه کاله مخکی پښتونخوا نومیده چی بابا هوتک د پښتونخوا ځوانان د چنګیزی تیري کونکو په ضد پاڅون ته رابلل. دا هغه هیواد دی چی احمدشاه بابا یې د غرونو د سرونو یاد تل تازه ساته.
د پښتونخوا هیواد د هویت له منځه وړلو د پاره توطیه ډیره پخوا او په دقیقه توګه سنجول شوی وه. په تیره یوه نیمه پیړی کی د کابل دربار ، انګریزی استعمار او پارسی پاشیزم له خوا هڅه وشوه چې د پښتونخوا هیواد نوم او هویت د خلکو د یاده وباسي.
په دې کې شک نه شته چې لرغوني پښتونخوا په څو ټوټو بیله شویده خو اوس بیرته دا هڅه روانه ده چی دا هیواد سره متحد او د خپلواک هیواد په شکل د نړی په سیاسی جغرافیا کی رامنځته شي. دا یو تاریخي اړتیا ده او د خلکو غوښتنه ده چی دوی به بیا په خپله سیاسي جغرافیا کې سره یو کیږي.
ددې هیواد د جوړیدو مخالفینو انګریزان – پنجاپیان هیڅکله دی ته تیار نه و او نه دي چی ددی هیواد په جوړیدو سره خپله تباهی ومنی او د بلی خوا د کابل مزدور دربار ، د انګریز استعمار د یوه مزدور دربار په توګه یی هڅه کړیده چی د انګریزی استعمار ګټی خوندی وساتی او یا اوسنی دربار چی تر ډيره بریده (په پټه) د پنجاپی استعمار د ګټو د خوندی کولو او هم د توکمیزو تعصبونو له امله همدا پالیسی مخته بیولی ده.
دا کومه ناڅاپی خبره نه وه. کله چې برتانوی هند څخه انګریزانو د وتلو نیت ښکاره کړ. باید د کابل حکومت سمدلاسه د افغانستان څخه د بیلی شوي خاوری د بیرته یو ځای کولو د پاره عملی اقدام کړي وای.
مګر د کابل حکومت په همدې حقیقت باندی سترګي پټې او غوږونه کاڼه کړل. د کابل حکومت نه غوښتل چې د سیمی پښتانه په یوه او مستقل هیواد کی سره راغونډشی. دا ځکه چی د کابل دربار تر ډیرې ا ندازی پورې د پښتنو ضد روحیه درلوده او اوس هم دا روحیه د کابل په ارګ کی حاکمه ده.
همدې امله پښتانه اړ شول چی خپل برخلیک په هکله په ۱۹۴۷ کال کې په بنو کې یوه لویه جرګه راوغواړي او په دې ډول سره د برتانوی هند د ړنګیدو په صورت کی خپل ځای مشخص کړي.
دا یو واقعیت دی چی کابل حکومت هیڅکله د رښتینی افغانستان وجود څخه د بیلو شوو خاورو د بیرته یو ځای کولو د پاره نه کوم پلان موجود و او نه تر اوسه موجود دی. د کابل واکمنان د پاره افغانستان یوازی او یوازې د امیر عبدالرحمن خان میراث دی.
همدا خبره ده چی د کابل سیاستونه په همدې نظریه (عبدالرحمن خان په میراث) کی راټولیږي.
د پښتونستان ورځ د ټولو پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ ده تر څو د ازادی غوښتنې د غږ په پورته کولو سره یو ځل بیا نړیوالو ته په ډاګه کړي چی دوی ژوندي دي او ازادي غواړي.
په دې ورځ د هغو لس ګونو زرو شهیدانو یاد تازه کیږي چې د انګریزي او پنجابي استعمار په وړاندې په مبارزو کې شهیدان شوي دي او یا تر اوسه په دې لاره کې خپل سرونه دلاسه ورکوي.
دا مبارزې د ډهلې د مغولي واکمنانو په وړاندې د مبارزو چې لوی خوشال خان ، پیر روښان ، ایمل خان او نورو د مبارزو دوام دی . ددې مبارزو اصلی موخه د پښتنو د یوه ازاد او خپلواک هیواد جوړیدل و، او دی.
لوی احمدشاه بابا د ځانګړي نبوغ او د لارښوونې لوی استعداد په درلودلو سره وکولای شول د پښتنو مبارزې د بریالیتوب په لور رهبري کړي . پښتنو او بلوڅانو دده تر مشرۍ لاندې په دې سیمه کې یو ځواکمن هیواد تشکیل کړ . ټول پښتانه د پښتونخوا په پراخه سیمه کې د یوه لوی اولس په توګه راڅرګند شول.
دا د یادولو وړ ده چې د احمدشاه بابا ، تیمور شاه او شاه زمان په واکمنیو کې دا خاوره متحده پاتې شوه مګر د پورتنیو واکمنانو څخه وروسته د کابل واکمنانو یو هم د پښتنو د خاورې د بیا د یو کیدو او د یوه ځواکمن دجوړیدو له پاره نه کوم کار کړی او نه یې کوم پلان درلودلی دی . دا ځکه چې دوی ټولو خپل پښتني هویت او قومي احساس د لاسه ورکړی و .د دوی له پاره یوازې د کابل تاج او تخت اهمیت درلود.
پښتنو او بلوڅو د انګریزي استعمار په وړاندې په مبارزو کې استعمارچیان یوه ورځ هم په کراره نه پرېښودل. چې په دې لاره کې په لس ګونو زرو اتلانو لکه ملا پاونده ، حاجي صاحب ترنکزو او نورو مشرانو تر لارښوونې لاندې په پرنګیانو رڼا ورځ توره شپه ګرځولي وه.
د خپلواکې د مبارزو معاصر مشران چې د انګریز او پنجاپي استعمار په وړاندې په کلکه ودریدل حاجي میرزاعلي خان ( مشهور په ایپي فقیر) ، خان عبدالغفار خان ، خان عبدالصمد خان اڅکزي، مشهور لیکوال او شاعر اجمل خټک او نور چې د خپلو سل ګونو زرو پلویانو سره یو ځای د انګریزي او پنجاپي استعمار په وړاندې د خپلواکۍ له پاره په میړانه سره ودریدل. په دی مبارزو کې پښتانه یوازې نه و او نه دي بلکې بلوڅان هم د دوی سره اوږه په اوږه د پنجاپی استعمار په وړاندې په کلکه ودریدل چې د هغې ښه مثال یې د نواب اکبرخان بګټي دی چې د پنجابی استعمار په مقابل کې په میړانه ودرید او د استعماري ځواکونو له خوا په ډير مظلومانه توګه په شهادت ورسید . د کابل مزدورې ادارې د خپلواکی په لاره کې ددې اتل هیڅ نوم وانخیست.
اوسنی اداره چې د داکتر نجیب الله د حکومت د استعفا څخه وروسته ادارې دوام بلل کیږي واک ته د رسیدو نه وروسته تر ټولو لومړی ددې ډلو عملي اقدام دا و ، چې په پښتونستان واټ کې یې د پښتونستان بیرغ راښکته کړ. او د پښتونستان واټ نوم یی تبدیل کړ د په کابل رادیو کې یې د پښتنو او بلوڅو د یووالي له پاره خپرونه بنده کړه.
خو د یوه بیرغ په کښته کولو او یا د دی ځای د نوم په اړولو سره د پښتنو او بلوڅو ازادی بښونکی مبارزو ته کوم زیان نه رسیږی . دا ځکه چی دا خلک د پنجاپی استعمار لا ندی ژوند کوي او د خپلو روا حقوقو د تر لاسه کولو د پاره مبارزه کوی او دا مبارزه به تر هغی روانه وي تر څو چی د پنجاپی استعمار څخه یی خپله ازادی تر لاسه کړي نه وي.
مګر د پښتونستان واټ څخه د پښتونستان د بیرغ د کښته کولو او ددی ځای د نوم اړولو څخه موخه پنجاپي استعمار ته د کابل حکومت له خوا ددی اشاری ورکول و او دي ، چی دا حکومت اوس د پښتنو او بلوڅو د داعیی څخه ملاتړ نه کوي . او په ماهیت کی د ډیورینډ منحوسه کرښه په رسمیت پیژني.
باید ووایو چی واک ته د حامد کرزی په رسیدلو سره تر ننه پوری د پښتنو او بلوڅو د حقوقو څخه د دفاع او ډیورینډ د منحوسی کرښی د نه منلو له پاره تر اوسه کومه رسمی غونډه او یا فیصله د کابل دولت له خوا نه ده تر سره شوي.
د پښتنو او بلوڅو سره د پیوستون غونډه یوازی د مدنی ټولنو ، ادیبانو او سیاسی غیر دولتی شخصیتونو له خوا تر سره کیږی چی دا یوازی د اولسونو پیستون په ډاګه کوي.
اوس دا پوښتنه را منځته کیږی چی د کابل حکومت ولی د پښتنو او بلوڅو د مبارزاتو په هکله یو روښان دریز نه نیسي؟
ایا کیدای چې وویل شي چې د پښتنو او بلوڅو مبارزه پای ته رسیدلي وګڼو او یا دا کیدای شي چې ددې ټکي څخه سترګې پټې شي چې ټول پښتانه دا حق نه لري چې په یوه واحد هیواد کې سره راټول د کراچې څخه نیولي تر بادغیس او تر کشیمره پورې یو اباد او ځواکمن دولت تشکیل کړي؟
په سیمه او افغانستان کې هم پښتانه په واقعي مانا سره د سیاسي واک څخه بې برخې دي او په اوسنی دولت کې د بې صلاحیته پښتو ژبو سمبولیک موجودیت دا مانا نه لری چې دوی په واک کې ګډون لري. په افغانستان کې ټول واک د یوه شمیر کړیو په لاس کې دی چې ځانونه د لږکیو او په ځانګړی توګه د تاجکو ، هزاره ګانو او ازبکو نماینده ګان بولي.
دا په دې مانا چې د افغانستان ، پښتونخوا، بلوچستان پښتانه او بلوڅ د محکومواولسونو په توګه ژوند کوي او دوی د استعماري ځواکونو له خوا په ډیره بې رحمی سره ځپل کیږي.
لکه چې په تیرو پیړیو کې پښتنو او بلوڅو په ګډه یو له بله دفاع کړي ده په همغه ډول اوس هم همغه شرایط دي چې دواړه اولسونه یو له بله د وروری ټینګ لاسونه سره ورکړي تر څو د دښمنانو دسیسې شنډې کړي. دا هغه مهال کیدای شی چې د دواړو اولسونو ترمنځ اړیکې ټینګې شي.
زیات شمیر سیاسي کتونکي په دې باور دي چې پښتون اولس هر چیرې چې اوسیږي یو اولس دی . دا اولس حق لري چی په خپله جغرافیا کې خپل برخلیک په خپله وټاکي . په دې کې د کابل د انګرایز، پنجاپ او تهران سره هر ډول پټې معاملې کومه مانا نلري.
پښتني – ملي غورځنګ او پښتون اولس موخه بیا یووالی او په یوه جغرافیا کې د قوي دولت جوړول دی او ددې موخې د تر لاسه کولو د پاره یوازینی لاره د شرایطو سره سم د مبارزې مخې ته بیول دي.
ددې اولسونو دښمنان هم دا هڅې کوي چې د پښتنو او بلوڅو هره ټوټه په جدا جدا ډول سره وځپې تر څو په مغزونو کې یې د یووالی خیال پیدا نه شي.
پښتون اولس یو واحد ملت دی چې د استعماری توطیو له امله په څو برخو ویشل شوی دی او دا ملت د نړی د نورو ملتونو په شان لکه ویتنام ، جرمني ، چین او هانګ کانګ ، یمن او نور ، دا حق لري چې بیرته سره یوځای شي.
پښتو مشهور متل دی چې ( اوبه په ډانګ نه بیلیږي ) . په همدې ډول د پښتنو په منځ کې د یوه قوم او اولس په توګه د یووالی روحیه ډیره پیاوړي ده دا ټولی مصنوعي کرښې چې د پښتنو په خاوره کې ایستل شوي دی کومه مانا نه لري.
باید وویل شي چې پښتانه حق لري چې ځانونه دجګړې د اور څخه وژغوري په سوله او امنیت کې ژوند وکړي.
پښتانه دا حق لري چې په خپلو سیمو کې د لوږې او دربدری د لیرې کولو او د پرمختګ له پاره کار وکړي. او زیار وباسي.
پښتانه دا حق لري چې په خپله ژبه خبرې وکړي ، ولیکي او زده کړه وکړي.
پښتانه حق لري چې یو په دموکراسي ولاړ نظام ولري.
بلاخره پښتانه حق لري چې د نړی د نورو اولسونو په شان سره یو او د یوه واحد او خپلواک ملت په توګه یو واحد خپلواک هیواد ولري او په سیمه کې د نورو اولسونو په اړخ کې په سوله ایزه توګه ژوند وکړي.
په دې کې هیڅ شک نه شته چې پښتانه د خپلو سترتیژیکو موخو د تر لاسه کولو د پاره ځینو متحدینو ته اړتیا لري . دا متحدین کیدای شي د پښتنو سره د ګډو ګټو په نظر کې نیولو سره مشخص شي.
په دې کې هیڅ شک نه شته چې تهران ، پنجاپ او په کابل کې واکمنې کړۍ هیڅکله نه غواړي چې پښتانه د اوسنې ناوړه حالت څخه وژغورل شي او په دې لاره کې لازم خنډونه پيدا کوي.
نو لدې امله پښتانه باید د خپل ځان د تقویې له پاره په سیمه او نړی کې خپل متحدین پيدا کړي .پښتنو ته اړتیا ده چې د خپلو حقوقو د تر لاسه کولو ته، نه یوازې داخلي یووالی را منځته کړي بلکې نړیواله ملاتړ هم تر لاسه کړي. امریکا ، هند ، انګریز ،جرمني ، چین او نور هیوادونه کولی شي د پښتنو سره د دوی د حقوقو په تر لاسه کولو کې مرسته وکړي.
ددې له پاره چې د پښتنو داوسني ناورین څخه د ژغورلو له پاره یو پياوړی غورځنګ رامنځته شي اړینه ده چې د پښتنو په منځ کې ټول هغه اختلافونه چې د پردیو په واسطه د رامنځته شویو ډلو له خوا ورته لمن وهل کیږي له منځه ولاړ شي او یا د دوی تر منځ د قومي توپیرونو او لوړتیا غوښتنو د له منځه وړلو له پاره د خلکو دې ته پام راواړول شي چې ټول د اوسني ناورین د له منځه وړلو د پاره کار وکړي.
له دې امله اړینه چې په پښتني ټولنه کې ټول سیاسي ګوندونه ، سیاسي ډلې او کړۍ او همدارنګه سیاسي ملي شخصیتونه ، قومي مشران ، دیني علما او روحانیون ، روڼ اندي او د لیک او لوست خاوندان ټول د اوسني لویې غمیزې څخه د پښتون اولس د ژغورلو د پاره یو پراخ سیاسی غورځنګ پيل کړي تر څو وکولای شي چې ټول پښتون اولس د یوه واحد هیواد په درلودلو سره په نړی کې د یوه پرمختللي اولس په توګه را ډګر ته شي.
دیو پراخ ملي پښتني غورځنګ (د بادغیس څخه تر کراچۍ او کشمیر پورې) په پيل کیدو سره په ډيره لږه موده کې دا شووني ده چې پښتون اولس په یوه هیواد کې(چې د پښتنو ټولی سیمې پکې شاملې وي) سره راټول او د نړی په جغرافیا کې د یوه ځواکمن اولس په توګه راډګر ته شي.
پښتانه د چا حقوق نه تر پښو لاندې کوي خو دا حق لري چې خپل حقوق تر لاسه کړي.
پښتون یو ژوندی اولس دی د دولت د تشکیل کولو وړتیا لری او په سیمه کی د یو ځواکمن په توګه را برسیره کیدو توان په کی شته نو ځکه د پورتنی کرغیړن مثلث (پنجاپ، ایران او په کابل حاکمه ډلی) په سیمه کی د لرغونی هیواد راژوندی کیدو مخه نیولو اجندا لری . ددی له پاره یی په سیمه کی د پښتنو په ضد پراخه جګړه روانه کړی ده د بلخ د چمتال څخه نیولی، تر کندز ، بغلان ، تخار ، وزیرستان ، مومندو ، اورکزیو ، فاریاب ، سوات ، دیر او نورو سیمو کی یی د پښتنو د ځپلو عملیات روان دی او تر اوسه یی په میلیونونو پښتانه وژلی ، په زرګونو کلی او ښارونه یی تباه کړی او دا بهیر روان دی.
خو د پښتونستان داعیه ورځ په ورځ ځواکمن کیدونکی ده او د هغی ملاتړ زیاتیږي.
اوس د پښتونستان بیرغ د اروپایی ښارونو په واټونو کی راښکاره کیږی د اروپا پارلمان ورته ځانګړي پاملرنه کوی د ملګرو ملتونو د ودانیو مخته د خلکو له خوا رپول کیږی او د ملګرو ملتونو څخه غوښتل کیږی چی د پښتونستان د جوړیدو له پاره غورځنګ په رسمیت وپیژنی.
د پښتونستان په جوړیدو سره د نړی په سیاسی، اقتصادی او امنیتی معادلاتو کی بدلون را منځته کیږی هغه پښتونستان چی په وچه کی به راګیر نه وي او د ډیرو طبعی منابعو څخه به برخمن وي هغه پښتونستان چی د سیمی په سیاست کی به لومړی خبره همدا هیواد کوي.
باید ووایو چی ازاد پښتونستان هیواد اود اوسنی افغانستان (د عبدالرحمن میراث) سره نږدی او په یوه کنفدراسیون کی سره یو ځای شی او د فیدریشن د جوړیدو له پاره لاره اواره کړي. چی هغه مهال به ډیورینډ کرغیړنه کرښه په بشپړه توګه له منځه ولاړه شي.
پښتونستان، خوب نه دی. پښتونستان زرګونو کاله تاریخ لري ، اولس لري، ځمکه لري، دا یو واقعیت دی.
د پښتونستان را پورته کیدل، ځواکمن کیدل او د پښتونستان په نوم د هیواد را منځته کیدل، د پاکستان (پنجاپی استعماري ادارې) د نزول او تباهی سبب کیږي. خو په څنګ کې په (عبدالرحمن خانی) یا اوسني افغانستان کې سوله، امنیت او سوکالي راځي.
پښتونستان جوړیدونکی دی.