مزاري چرس د کاناډا په بازارونو کې ښه مشتريان لري!

روهي (جمعه/۹ د وږي)، د افغانستان او په ځانګړي ډول د مراز چرس په کاناډا کې ښه مشتريان لري او ډېر هټي يې پلوري.

په کاناډا کې اوس داسې هڅې روانې دي، چې چرس او نور نشه يي بوټي به قانوني مجوز پيدا کړي او په عام بازار کې به خرڅول کيږي.

د کاناډا او نور هېوادونو د نشه يي بوټو ترڅنګ د افغانستان چرس هم په دغه هېواد کې ډېر شهرت لري او خلک يې رانيسي.

د امريکا غږ اشنا وېب پاڼې د خبر له مخې، د ونکور په نوم يو کاناډايي ته چرس له افغانستان نه راځي. د دغو چرسو تخم کاناډا کې کرل کیږي او همدلته تولیدیږي.

د يادونې وړ ده، چې د همدې کال د اکتوبر مياشتې پر ۱۷مه نېټه په دغه هېواد کې د نشه يي توکو کارونه او خرڅونه قانوني کیږي