
روهي (جمعه/۹ د وږي)، ميانمار ته د ملګرو ملتونو تللي پلاوي موندلي دي، چې په دغه هېواد کې د پوځ لوړپوړي پوځي جنرالان د روهنګیايي لږکیو په وژنو او قتل عام تورن دي.
دغه پلاوي موندلي دي، چې په زور او ظلم سره روهنګیايي لږکي مسلمانان د ميانمار د پوځ له خوا وژل شوي او په ميرمنو يې جنسي تيري شوي.
د ملګرو ملتونو دغه پلوي د دغه هېواد په مشرې آن سان سوچي هم نيوکه کړې ده، چې د مسلمانانو د وژنو په اړه يې ننداره کوله او بده يې دا چې د پوځ دفاع يې کوله.
ملګرو ملتونو له آن سان سوچي غوښتي چې د خپلو تېروتنو د منلو په پار بايد له دندې استعفا ورکړي.
بيا له بلې خوا د ميانمار حکومت دغه راپور ردوي او ټينګار کوي، چې د ميانمار پوځ هغه څه تر سره کړي دي، کوم چې قانون ورته امر کولو.