د طبيعت آفتونه دالله تعالی امر که د طبيعت خپلواک غضب ؟

دطبیعت غضب ..دطبیعت سرکشي ..نړونکی طبیعت ..د طبیعت آفت.. دا هغه اصطلاحات دي چې په تیروڅو ورځو کې ئې د مطبوعات مختلف وسایل په لوړه کچه استعمالوي . آیا دا ریښتیا دطبیعت خپل غصب دي ، چې بشر پکې لاس لری او که دا د الله تعالی دې عظمت نښې دي ، او دا هر څه دالله تعالی په حکم او امر تر سره کیږی ؟
موږ لره د مسلمان په صفت پکار ده چې ایمان ولرو چې دا آفتونه ، ټوپانونه ،سیلابونه ،اورونه ، زلزلې او دا راز نور د طبیعت آفتونه دالله تعالی په امر تر سره کیږی ، او طبیعت په خپله د دې واک نلري چې دا راز پیښې په خپله وزیږوی ، طبیعت هم د نورو مخلوقاتو په څیر د الله تعالی یو مخلوق دي ، او ټول کړه وړه ئې د الله تعالی په امر تر سره کیږي ( واتینا طایعین ) موږ اطاعت کونکي راغلی یوو . پدې پیښوکې د الله تعالی د عظمت او لویی نښې نغښیې دي ، دعلم د ټول پرمختګ سره سره انسان د دې پیښو د مخنیو لپاره هیڅ هم نشی کولای ، پرته لدې چې د الله تعالی لویی او عظمت پکې وګوری او پر الله تعالی ئې ایمان پوخ شي او داسلامی عقیدې پر بنسټ د صالح اعمالو او استغفار په ذریعه ئې د مخنوی کوښښ وکړی . دا آفتونه او د طبیعت ګواښونه پدې کون کې د الله تعالی سنت او کړنلاره ده ، چې انسان دې ته اړکوی چې الله تعالی ته وروګرځی او هغه لوی اوبښونکی ذات ته دعا او زارۍ وکړی .
روسیه د اورونو په لمبواولوګي کې سوځی اوپټه ده ، او پاکستان په بارانونو اوسیلابونوکې غرق دی . د دغو دواړووحشتناکه او نړونکو انځورونو تر منځ انسان د طبیعت د جبروت او نا څاپه تحولاتو په وړاندې چې دالله تعالی په امر تر سره کیږی عاجز ولاړ دی . ځینې خلک داسې تصور لری چې ګواکې د طبیعت دا سرکشی د هغه څه په پایله کې رامنځ ته کیږیي ، چې انسان ئې یا دعلم اوپرمختګ تر نامه لاندې ورسره کوی ویا ئې هم دهغه د اسرارو او خزانو د کشف ترنامه لاندې ورسره تر سره کوی . خو په هر حال کې انسان د طبیعت په آفتونو کې دالله تعالی لویی اوعظمت تر هغې نه ګوری ، ترڅو چې د الله تعالی په امر د هغه د ناڅاپه غضب او غورځنګ سره د داسې انځورونو په چاپیر کې مخ شي ، چې لامده او وچ پکښې یوځای سوځي ، او بشر ئې اړوند پرته لدې چې د زارۍ لاس الله تعالی ته پورته کړی بل واک نلري .
دوه مختلف انځورونه ، چې دواړه فاجعه آمیزه او نړونکی دي په تیره اونۍ کې ئې د ټلویزونونو پردې مشغولی کړی ، او لا تر اوسه جریان لری . د یوه انځورتفاصیل د دودونواو دهغو اورونو د لمبوترشا چې لامده او وچ پکې سوځی بشپړیږی ، او دبل انځور تفاصیل هر لوری ته اوبه او سیلابونه دي چې هر څه ئې په مخه کړی دی .
په دواړو آفتونو کې د ګیر بشر په ستونزو کې توپیرنشته ، په دواړو انځورونو کې انسان د طبیعت غضب او آفت ته حیران اوپه سترګو کې ئې د مجهول پای ویره ښکاري .
روسیه چې اوسیدونکی ئې د کال ډیره موده په منفی صفر درجه کې ژوند کوی د حرارت درجه پکې څلویښت درجو ته رسیدلی، د روسیې د هوا شناسې د دفتر د مالوماتو پر بنسټ دا هغه کچه ده چې په تیرو زرو کلونو کې په روسیه کې دحرارت درجه ورته نه ده رسیدلی . او کیدلای شي له امله ئې د روسې زراعتی محصولات زیانمن او پیمانه ئې راټیټه شي ، لدې کبله د روسیې صدراعظم ولادمیر پوټین اعلان وکړ چې د روسې د غنمو صادریدل به د دې کال تر پای وځنډول شي . د دې اعلان سره سمدیلاسه په نړیواله کچه د زراعتی توکو د تبادلې په بازارونو کې دغلې اوزراعتي محصولاتو بیه هغې کچې ته ورسیده چې په تیرو دریو لسیزو کې نه وه ورته رسیدلې ، ځکه چې روسیه د نړۍ په کچه د زراعتی تولیداتو دریم مصدر دی .
د روسیې په ځنګلونو کې بل شوو اورونو د روسیې چاپیریال او دعامووګړو ژوند د ګواښ سره مخ کړی دی ، او ډیر خلک خو لدې کبله د روسې ګاونډیو هیوادونو ته کډه شوی دی ، او ډیرو نورو خپل ژوند له لاسه ورکړ ، او ځینې نور هغه کسان چې د صحی لحاظه ستونزې لری د دولت په مرسته بلغاریا او اوکرانیا ته لیږدول کیږي .
د روسې د طبیعتي ستونزی اړوند دا وړاندوینه هم کیږی چې کیدلای شي دا ستونزه یوې نړیوالې ستونزې ته لاره اواره کړی ، کې چیرې دا اورو د روسیې یوې اټمي پټۍ ته ورسیږي . او دا ویره هم شته چې دا اورونه هغې سیمې ته ورسیږي چې د شرنوبل انفجارپکې شوی ؤ اود هغې سیمې خاوره په زري او اشعاعي موادوملوثه ده ، پدې سیمه کې اورو پدې مانا دی ، چې د خلکو ژوند ته به ریښتینی ګواښ وي .
په روسیه کې د طبیعت د دتوپان په وړاندې د خلکو انځور داسې ښکاری چې خلک د ډیرې عاجزۍ په حالت کې د الله تعالی نه په خپلو عبادتونو اولمنځونو کې غواړی که لږ باران راووروي ترڅو د دوی د په ځنګلونوکې لګیدلی اور مړ کړی . خو لدوی نه لږ لیرې په پاکستان کې بیا خلک پاک پروردګار ته په سجده پراته دی که دوی له باران نه وژغوری او هغه ورېځې ورکې کړی چې پردوی شپه او ورځ بارانونه را وروي ، او د دوی ژوند ئې له ګواښونو سره مځ کړی دی . سیلابونه د سترګو په رپ کې د ټول عمر هستی ورنه اخلي ، کورونه ځمکې ، حاصلات هر څه له منځ ځي ، آن تر دې چې له چا پلار له چا زوی له چا ورور له چا نه خپل اولادونه ورک دي .
د دوه اونیو په اوږدو کې پینځلس میلیونه پاکستانیان د سیلابونو او توپانونو په پایله کې بې کوره شول ، په تیره یوه پیړۍ کې پاکستان دا راز سیلابونه نه ؤ لیدلي . داسې ویل کیږی چې کیدلای شي لامل ئې دنړیوال چاپیریال بدلون وي ، چې د حرارت د درجو د لوړیدا له کبله په جنوبی قطب کې د واورې د ولیدو له کبله په سمندرونو کې د اوبو کچه لوړه شوه .
داسې یو تصور شته چې وايی :
دعلمي پرمختګ په پایله کې چې په چاپیریال کې کوم بدلون را منځ ته شوی دي او دحرارت درجې ئې لوړې کړي دي ، په پټه توګه پدې کې د بشر خپل لاس دی ، د حرارت د درجو لوړوالی په خپله دې ته لاره اواروی چې د اوبو سطحه په بحرونو او رودونو کې لوړه شي او بارانونه ډیر شي ، او په نړۍ کې د بادونو لوری بدل کړي ، اودا هغه لاملونه دی چې په پای کې د سیلابونو او نورو طبیعی آفتونود ته لاره اواروي . د طبیعیی آفتونو ډیرښت دنړۍ علمان دځمکې د راتلونکی اړوند اندیښمن کړی دي ، او پدې هکله اندیښمن دي چې بشر د دغه آفتونو د مقابلې لپاره څه نه شی کولای کوم آفتونه چې په یوه ډول نه یوه ډول ئې سبب په خپله بشر دی .
دا علمی تصورونه شته دي خو دا تصور باید پدې عقیده ولاړ وی چې دا هر څه پدې کون کې د الله تعالی په حکم واراده باندې تر سره کیږی ، نه دا چې دا علمی اکتشافات او پرمختګ دې ته لاره اوارولی شي . او دا اسلامی عقیدې سره سم موږ باید پدې آفتونو کې دالله تعالی عظمت اولویی درک کړو او د صالحو اعمالو اوستغفار له لارې ئې د مخنوی هڅه وکړو .
لیکنه : عبدالرحمن فرقانی .