لومړنۍ څېړنې: په لندن کې د (مور او لور) په وژلو کې يو افغان تورن پېژندل شوی

روهي (جمعه/۹ د وږي)، د روانې اونۍ په پيل کې د بريتانيا په لندن کې د سوريې هېواد دوه راکډه شوې ميرمنې، چې مور او لور کېدلې د چاکو په وسيلې وژل شوې دي.

دغه دوه کسانې خوله سلیم او رانیم عوده نوميږي. دوی د خپل کور ترڅنګ په چاکو وهل شوې وې او ژول شوې وې.

د بي بي سي د خبر له مخې، په لندن کې پوليسو د دغه دوه ميرمنو د وژلو په اړه پلټنې پيل کړې دي او د يو کس د نېولو خبر يې ورکړی دی.

پوليسو د نېول شوي کس نوم نه دی ښوودلی، خو ويل کيږي چې دغه کس افغان دی، ۲۱ کالونه عمر لري او نوم يې جانبار ترین دی.

جانبار ترین د خوله سليم د لور رانيم عوده ملګری وو او په همدې اساس ورڅخه څېړنې کيږي، چې په لومړنيو څېړنو کې تورن پېژندل شوی دی.