مسلمان پاچا!

له نن سل کاله وړاندې غازي امان الله خان د انګریز په خلاف پاڅون کړی ؤ. تر ډېرو جکړو وروسته انګریز افغانستان د یوه بشپړ او خپلواک هېواد په نوم پېژندلی ؤ. غازي امان الله خان یو وطن دوست سړی وو، د هغه یوازینی آرمان د هېواد رغول و. کله چې انګریز د افغانستان خپلواکي منلې وه؛ نو غازي په یو لړ اصطلاحاتو لاس پورې کړی و. چې دا اصطلاحات نه انګریز او نه ګوونډیو هېوادو ته د زغملو وو. ځکه هغوی نه غوښتل چې افغانان ویښ شوي وای. شاه زدکړیال بهرنیو هېوادنو ته لیږلي ؤ، هیله یې دا وه، تر څو دا زده کونکي بهرني هېوادونه وویني او د خپل وطن د جوړیدو احساس ورسره پیدا شي. غازي ډېری هېوادونو ته سفر کړی و؛ له هغو سره یې ځینې پروژې لاسلیک کړې وې او یو شمېر وسایل یې ترې اخیستي و. زیاته توجو یې تعلیم ته وه، د غازي کړنې په انګزیز او ګوونډیو باندې ښې نه وې تمامې شوې، نو دوی هم د غازي امان الله خان د تورول له پاره خپل کارونه پیل کړي وو. غازي لا اروپا ته سفر نه ؤ کړی چې د ننه په هېواد کې یو لړ فسادونه پیدا شوي وو؛ خو د شاه په امر غلي شوي وو. انګریز چې هر څو فکر کړی ؤ؛ خو داسې څه یې لاس ته نه و ورغلي چې امان الله خان یې له میدان یستلای وای. ورو سته یې د افغان ځینو ښځینه زدکوونکو انځورنه په اخبار کې خپاره کړي و، چې هغه افغانانې نه وې، انځورنه د بهرنیو ښځو وو چې نیمایي لوڅې وې؛ خو د انګریز لوبه وه، افغانانو ته یې وښوده چې ښځینه زدکوونکې مو په خارج کې څه کوي؟. دا انځورنه افغانانو ته د زغملو نه وو، که څه هم دا انځورونه دافغان ښځینه زده کوونکو نه وو. له دې موقعې انکریز ښه ګټه پورته کړې وه؛ خو کله چې غازي اورپا ته تللی ؤ، د هغه انځورونه هم خپاره شوي وو چې تنه د بل چا وه او سر د غازي امان الله خان و، نو دلته افغان ملت پوره په چوش کې راغلی و، حتی داسې هم ویل کیږي چې د ونو په سرونو کې به خلک پټ ول او چیغې به یې وهلې چې غازی کافر دی! نو خلکو به ویل دا دي ملایکې هم وایي چې امان الله کافر دی. ځینې کسانو به په ځمکه کې ځان ته ځای جوړکړی و، چیغې به یې وهلې غازي کافر دی، نو خلکو به ویل چې دا دي مړي هم وایي.

کله چې امان الله راستون شوی ؤ، بچی سقاو تیار په ماشه ناست و، ملت له بچی سقاو سره یو شو او غازي امان الله خان په داسې حال کې خپل وطن پرېښود چې د کافر ټاپه پرې لګېدلې وه.

دا تېر کال او سږل کال همدا ورځ په ډېره خوشحالۍ ولمانځل شوه. نه پوهیږم چې دوی به رښتیا داسې ریښتني وي. رښتیا به انسانیت خوښي. که نو دا څرنګه کېدای شې چې ارواښاد غازي امان الله خان سل کاله وروسته مسلمان شو!!

مطلب مې دا و چې اوس د هغې ورځې لمانځل کومه ګټه نه لري، ځکه خپلواک نه یو. تر او سه وحشت او ظلم عام دی، نر هغه کس دی چې څوک ووژني. دلته د وحشت او انسانیت توپیر نه دی کیږي. علم ته توجو نه کیږي، مشري مو داسې څوک کوي چې قاتل وي، یعنې یو څوک یې وژلي وي. چاچې قتل نه وي کړی، ښایي له انسانیت څخه یې وباسو. ځکه موږ تراوسه انسانیت او وحشت یو ګڼو. خلک له خپلو تاریخونو پند اخلي، کومې تیروتنې چې په کې شوې وي سموي یې؛ مګر له بد مرغه افغانانو له خپل تاریخ یوازې قتل او فساد زدکړو. دې ورته په لسګونه نمیګړتیاوې لرو، باید د حل لاره یې پیدا کړو.

له دې کرغیړن حالت باید ځان وباسو. موږ ته ضرور دا ده چې خپله د غازي امان الله په څېر ورځ را منځته کړو او ویې ساتو، یعنې کوښښ وکړو چې یو شو، خپل هېواد خپلواک کړو، نوي فکر او نویو مفکورو ته ځای ور کړو، خپل ریښتني رهبران د کافر په نوم تور نه کړو.غازي امان الله خان ځکه د کافر په نوم تور شو چې یو خپلواک سړی ؤ، نه یې غوښتل افغانان د تېر په څېر ویده شي...