
نه پوهيږم چې له کومه يي راپيل کړم، د ولایتي شورا يي راپيل کړم د خوست له والي يي راپيل کړم، د کرزي يي راپيل کړم که د خپل غمه يي راپيل کړم.
په هر صورت ، دا به ښه وي چې دې خپله غمه يي راپيل کړم تر څو لوستونکي پدې پوه شي چې داسې څه پيښ شوي چې د لیکنې لیکوال ولې پدې پورته ذکر شوي چارواکو مرګ ویلي.
درنو لوستونکو ، نن ورځ د خوست ولایت د اسماعیل خیلو او امندوزیو ولسوالۍ اړوند د ددو قومونو ( د حیدرخیلو او ورزې) تر منځ یوه مرګوني نښته د یوې ځمکې پر سر چې تقریبا۱۰زره جریبه ځمکه به کیږي رامنځته شوله .
پدغه نښته کې د حیدرخیلو د قوم څخه لس کسان مړه او نور په لس ګونه ژوبل شول ، همدا شان د ورزې له قوم څخه دوه کسان مړه او څو نور کسان ژوبل شول.
دا چې څوک ګرم وه او څوک ګرم نه وه دا دې دواړو قومونو تر منځ اوس یوه داسې مسله ده چې سپينول يي کلونه کلونه وخت غواړي، خو دا چې دغه اور ته چا لمن ووهله او چا يي مخه ونه نیوله او پر دغه ولس ددغه شان بد شپو او ورځو پيرزو د چا ده، دا سپين دي، دا هر چاته روښانه دي، خو تر اوسه داسې عادل د وخت مشر نشته چې د عدل فیصله وکړي، او په راتلونکي کې د دغه شان پیښو مخنیوی وشي.
درنو لوستونکو : په پورته ذکر شوي ځمکه باندې افغانستان څخه د روسانو له وتلو راوروسته تر ننه پورې د حیدرخیلو او ورزې قومونو تر منځ دعوا روانه وه ، خو ناحل پاتې وه، دا چې نن داسې يوه پیښه رامنځته کیږي نو لوستونکي دې پخپله هم لږ فکر وکړي چې ولې داسې پيښه ددغه ځمکې په سر په دا تیرو څو لیسزو کې نه کیدله، ولې دا پيښه د طالبانو د رژیم په وخت کې نه کیدله ، ځواب روښانه دی چې د وخت دولتونو او چارواکو په دغه لانجه کې د خیر خبرې کولې نه دشر .
ټول لوستونکي دې ښه په دقت سره زما دلایل ولولي او بیا دې خپله قضاوت ورباندې وکړي.
پورته ذکر شوي لانجه هغه وخت په ننۍ مرګوني پيښه وواښتله چې کله د خوست خاینې ، رشوت خورې، او له فساد څخه ډکې ولایتي شورا ، د خوست والي د میلونهاوو روپيو په مقابل کې یوه نا عادلانه فیصله ددغه دوو قومونو تر منځ واروله.
د خوست ولایتي شورا هغه وخت د ورزې قوم په ګټه او د حیدرخيلو قوم په ضید خپله فیصله وکړله چې کله د ورزې قوم د خوست رشوت خورې ولایتي شورا او والي ته تر ۵۰۰ لکونو زیاتي روپۍ ورکړلې.
د حیدرخیلو قوم چې کله د خوست رشوت خورې، خاینې او له فساد څخه ډکې ولایتي شورا له دغه شان پریکړې څخه خبر شول، نو دوی سمدستي اوسني جمهور ریس کرزي ته خپل عرض وړاندې کړلو، ددغه عرض غږ کرزي صیب واوریدلو ولې ډير په نه زړه.
کرزي صیب ددغه لانجې د حل لپاره د خوست والي ته امر ورکړ، خو د خوست والي لا د وخته په دغه مسله کې د رشوت په تور تورن وه، نو هغه څنګه کولای شول چې ددغه موضوع حل راوباسي.
ما به مخکې فکر کولو چې دا خلک ولې له دولت څخه فاصله اخلي، ما به داسې قضاوت کولو چې هغه څوک چې ددولت په مقابل کې دریژي هغوی په ناحقه دي، دا دولت خو عوامو ته کار کوي، له عوامو دفاع کوي، د عوامو په منځ کې د عدل فیصلې کوي ، خو زه خبر نه وم، چې د خوست خیاینه ،رشوت خوره ، او له فساد څخه ډکه ولایتي شورا او د خوست والي به د څو روپيو په مقابل کې د عوامو په منځ کې له عدل څخه داسې لیرې پريکړې هم کوي، زه خبر نه وم، چې د خوست رشوت خوره ولایتي شورا به د یوې داسې لانجې په منځ کې داسې زر اور بلوي چې په هغه کې به کلونه کلونه وخت تیر شوی وي، زه داسې خبر نه وم چې ددغه دوو قومونو تر منځ به ساعتونو ساعتونه جنګ روان وي خو امنیتي ځواکونه به ورته نه راځي، زه خبر نه وم ، چې کرزی صیب به هم دداسې حساسو مسلو پر وړاندې داسې بې تفاوته پاتې کیږي.
زه فکر کوم چې اوسنئ دولت د زوال په لورې روان دی، ځکه که چیرې يو څو ک یو دوښمن ولري نو هغه بیا ځانته نور دوستان پيدا کوي، ولې دا دولت یو دوښمن لري او ځانته نور دوښمنان هم پیدا کوي.
کرزی صیبه لا دې نور څلور کاله تر وړاندې پراته دي، لکه څرنګه چې ته په خارجیانو غږ کوي چې تاسو په خپله ستراتیژی له سره فکر وکړی ، نو زما دا مشوره تاته هم ده چې ته هم له سره په خپله ستراتیژی غور وکړه، که داسې دې ونه کړل نو ته به هم د هغه برخلیکونو سره مخ شې لکه ستانه مخکې د وخت مشرانو چې په برخه شوي.
ستا په دولت کې د فساد او رشوت کچه تر دې حده رسیدلي چې اوس ولسونه په خپل منځ کې سره وژني،دا ولې ؟
دا ځکه چې ریس دې غل دی ، قوماندان دې رشوت خور دی ، والې دې له فساده ډک دی ، وزیر دې خاین دی، که ته په خپله نه وې خو دا ټول ستا پر غاړه ځکه دي چې دا ټول ستا په امر مقرر شوي.
ته اوس کرزی صیبه په دې مسله لږ فکر وکړه دا یو عادي مثال دی، د حیدرخیلو او ورزې قوم تر منځ دا لانجه د کلونو کلونو پخوا تر دې دمه رسیدلي خو نه پکې څوک مړه وه او نه پکې څوک ژوبل ، ولې سر له نن ورځې به ددغه لانجې له وجې نور کسان هم مړه کیږي او نور به هم ژوبل کیږي، دا چې دا مسله به کله ختمیږي نو یوه وړاندوینه دا کیدای شي هغه دا چې شاید دا لانجه د دواړو قومونو په تباهی بدله شي، دا ولې دا ځکه چې د وخت پر ریس جمهور داسې کسان راټول شوي، چې هغه ټول خاینین ، رشوت خواره او له فساده ډک دي.
نو کرزی صیبه زه اوس ته واویم چې که ته غواړې په رښتیا سره دا ملک ابادي شي او پکې د امن ساه وچلیژي، نو ته باید اوس د عدل فیصلې وکړې، هغه داسې چې د خوست ولایتي شورا منحل اعلان کړې، او څارنوالی او محکمې ته يی هم معرفي کړې، همدا شان د خوست والي هم له دندې ګوښه کړې او ددغه موضوع په هکله دای هم څارنوالی ته وروپيژنې. ځکه که تا چیرې داسې ونه کړل او د خوست ولایتي شورا دې همداسې خپل سر ته پریښودله نن د حیدرخیلو او ورزې قومونو تر منځ اور بل شوو، سبا ته دا اور د صبریو او منګلو تر منځ بلیږي، بل سبا ته دا اور به د مندوزیو او زنیخیلو قومونو تر منځ بلیږي چې بلاخیره دا اور به بیا په ټول خوست کې بل شي چې مړ کول به يي بیا ناشوني وي نو بیا لیرې نده چې دوخت نظام به له منځه ځي او ته به هم لکه دې پخوا وخت مشرانو برخلیک سره مخ کیږې .
زه یو ځل بیا وایم چې مرګ دې وي د خوست پر اوسنۍ ولایتي شورا او دې خوست پر والي ځکه چې دوی دې يو څو روپيو په مقابل کې دغه دوه قومونه منځ کې دا اور بل کړلو ، او مرګ دې وي پر کرزي چې داسې خاینین ، رشوت خواره او له فساده ډک خلک يي په دې بې وزله ولس مقرر کړي.
زه په اخیر کې ددغه دواړو قومونو تر منځ نښته کې مړو لپاره د جنت فردوس غوښتنه کوم، او د ژوبلیو لپاره د زر تر زره شفا دوعا کوم او واریثینو ته يي د صبر جمیل غوښتنه کوم.
امين یا رب العالمين
ناآشنا خوستوال
۱۴/۸/۲۰۱۰